ورزش

د سن رایز حیدراباد لوبډلمشر د راشدخان په اړه څه وايي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د راشدخان او محمد نبي لوبډلې پرون رویل چیلنجر بنګلور ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه. دغه سیالۍ د نورو لوبغاړو په پرتله د راشدخان لپاره ډیر د اهمیت وړ وه، هغه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په آی پي ایل کې لوبیږی.

راشدخان په پرونۍ لوبه کې شپږم اور ته راغی او د همدې اور په څلورم بال یې مندیپ سنګ وسوځولو. هغه په څلور اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د راشدخان لوبه د هر پلوه وستایل شوه، آن لوبډلمشر ډیویډ وارنر یې هم په اړه چوپ پاتې نشو. د ډیویډ وارنر څخه چې کله د راشدخان په اړه وپوښتل شول هغه وویل:

«اه، هغه عالي لوبغاړی دی، ډیر استعداد لري او د افغانستان د کرکټ روښانه او کامیابه اینده ده».

د یادونې وړ ده چې سن رایز حیدراباد بله لوبه د اپریل پر ۹مه د ګجرات لاینز سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد احمد

اسلام علیکم.
په ریشتیا چی دیر د خوخی زای دی چی افغان لوبغاری په IPLغونتی مشهور لیگ کی لوبه کوی.کله هم چی ما د راشد لوبه کتله نو ما سره می نوره کورنی هم ناسته وه کله چی راشد بال کولو ته راغی او سلوریزه پری لاره نو ما می د کورنی غرو ته وویل چی گوره په دی بال به راشد وکته اخلی همغه وه چی ویکت یی واخسته او دیر خوشحاله شوم.اوس نو راتلونکی لوبی ته انتظار باسو نو الله دی وکری چی په راتلونکی لوبه کی هم خه وزلیگی.
وسلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x