دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۳۱)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
۹: سوال: ولي نر يا ښځه بايد نکاح وکړي؟
په عمومي ډول سره په لويديځ کي داسي مفکوره شته چي ځيني نر يا ښځې ودونه نه کوي، مجرد ګرځي، د واده څخه يې دامطلب نه دئ چي دوی جنسي اړيکې نلري بلکې جنسي اړيکې له هر چا سره لري خو يو څوک يې خاوند نه وي.

واده په اصل کي يو تړون دئ د نر او د ښځې تر منځ، په اسلام کي نر و دې ته متوجه کوي چي د ښځې ټولې فطري غوښتنې پوره کړه، د هغې مراقبت وکړه، د هغې ساتنه وکړه، و بل لور ته ښځه و دې ته متوجه کوي چي د خپل خاوند، د خپلو ماشومانو، د خپل کور او کهول پاملرنه وکړي- هغه انسانان چي ودونه نه کوي هغوی تل پرېشانه وي، د جنسي اړيکو ښکار وي، ژوند يې تر حيوان بد تر وي، دا ځکه چي هر نر او هره ښځه دا خوښوي چي تل د يوه نوي کس سره جنسي اړيکې ونيسي ، او له زاړو کسانو څخه ليري شي و بل لور ته موږ اوس د واده نورې ګټې بيانوو:

دواده ارزښت په اسلام کي:
واده يوه ديني او ټولنيزه غوښتنه ده:

د اسلام مقدس دين واده ته په ډېره درنه سترګه ګوري، او لکه څرنګه چې واده روحي، صحي، اقتصادي، سياسي، اجتماعي، ديني او داسې نورې ګټې لري، او هغه دروند کار دئ چې د دوو مختلفو جنسونو تر منځ په خپلمنځي تفاهم او توافق سره د يو ټينګ عهد کولو په رڼا کې رامنځ ته کيږي، نو له همدې کبله قرآنکريم د نبوت او بيا واده لپاره د ميثاقا غليظا (يو غښتلي تړون او پيمان) کليمه کارولې ده، لکه چې څښتن تعالي په سورة النساء ۲۱ آيات څلورمه سپاره کې فرمائي: و کيف تأخذونه و قد أفضي بعضکم الي بعض و أخذن منکم ميثاقا غليظا.

که د نړۍ نظام ته ځير شو، نو جوته به شي چې لوی څښتن تعالی يو جنس نارينه او بل جنس ښځينه خلق کړيدئ، تر دې چې د نړۍ تر ټولو کوچنۍ ذره چې اتوم (Atom ) ئې بولي او د دنيوي ژوند بنسټ ګڼل کيږي، هغه هم له دوه مختلف النوعه چارجونو (مثبت چارج ـ Proton او منفي چارج ــ Electron) درلودونکې ده.

لکه څرنګه چې د دنيا نظام د زوجيت د قاعدې پر اساس سره منځ ته راغلي دئ، له همدې کبله ويلای شو چې واده يوه ديني او ټولنيزه غوښتنه ده، او هغه بشري غريزه ده چې د دوو مختلفو جنسونو تر منځ د يو لړ خاصو عنعناتو او دودونو په ترڅ کي ترسره کيږي.

دنيوي نظام د زوجيت د قاعدې پر اساس د منځ ته راتللو خبره څه نوې خبره نه ده، بلکې هغه لرغونې تاريخي خبره ده چې ۱۴۰۰ كاله وړاندې قرآن کريم څرګنده کړېده، لکه چې لوی خالق تعالي په سورة يس ۲۳ سپاره ۳۶آيات كې فرمائي:

سبحان الذي خلق الأزواج کلها مما تنبت الأرض و من أنفسهم و مما لا يعلمون.

او په بل ځای کې فرمائي: (( و من کل شئ خلقنا زوجين لعلکم تذکرون)) سورة الذاريات ۲۷ سپاره ۴۹ آيات .

پخوا به مفسرينو ويل چې په پورتني آيات کې دا د ( و من کل شئ ) قاعده أغلبيت ته اشاره کوي، يعنې په نړۍ کې اکثره شيان (لکه ۱:جنت ـ دوزخ ۲: دنيا ـ آخرت ۳: شپه ـ ورځ او داسې نور…..) سره جوړه پيدا شويدي، که څه هم قرآن کريم ورته د ( کُل ) کليمه کارولې ده، خو اوس ثابته شوه چې د نړۍ هر مخلوق يوه جوړه لري.

له همدې کبله هر کله چې لوی خالق تعالي حضرت آدم (عليه السلام ) پيدا کړ، او بيا ئې ورته جنت د هستوګنې په توګه ځای غوره کړ، نو په جنت کې ئې تنها پرې نښود، بلکې حضرت حواء (عليها السلام) ئې د هغه له جنس څخه هم پيدا کړه. جنت چې د باغ په معنا سره دی، که هر ډول مېوې پکې شتون ولري، خو چې د انسان د ژوند ملګرې پکښې نه وي، بيا به هم اوسېدونکي انسان پکښې د يوې تشې او خلا احساس کوي، نو له همدې کبله لکه څرنګه چې انسان يو ټولنيز مخلوق دئ، د ژوند د استمرار لپاره واده کولو ته اړتيا لري، او د واده يو له مهمو ګټو څخه په انسان کې ايماني استقامت او متانت رامنځ ته کېدل دي.

اولو العزم پيغمبرانو هم ودونه کړي وه:

مخکې مو هم وويل چې واده د هر سالم انسان فطري غوښتنه ده، له همدې کبله ټول پيغمبران او حتی اولوالعزم پيغمبرانو هم ودونه کړي وه، مګر ډېر کم له دوی نه که چېرې داسې وي چې هغوی ودونه نه وي کړي، لکه حضرت يحيي او حضرت عيسي( عليهما السلام ).

آيا د واده څخه ډډه کول دينداري ده ؟
د پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې يوه ډله خلک داسې پيدا شول چې له واده څخه بېزاري ته ئې د دين جامه ورواغوستله ـ او رهبانيت ته ئې مخه کړه، او دا له دې کبله چې دوی د پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم کور ته ورغلل او د پيغمبر اکرم د مبارکو بيبيانو څخه ئې د هغه د عبادت په اړه پوښتنه وکړه، او کله چې پر دې پوه شول چې پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم کله روژه نيسي او کله هم افطار کوي، کله نيمه شپه خوب کوي او کله هم عبادت، نو دوی په خپل ګمان د هغه دا کار لږ و شمېره او په دوی کې يو تن پرېکړه وکړه چې له سره به هيڅ واده نه کوي، بل تن وويل: زه به هيڅکله هم افطار ونه کړم، او دریم تن له ځان سره پرېکړه وکړه: چې زه به د شپې هم عبادت کوم….. خو پايله دا شوه چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم دوی پر دې و پوهول چې: ( انما أنا أخشاکم لله و أتقاکم و أفطر و أقوم و أنام و أتزوج النساء، فمن رغب عن سنتي فليس مني.)
ژباړه:

زه پر تاسې ټولو کې زياته تقوا لرم، او کله بوزه کيږم، او د شپې خوب هم کوم او هم د ښځو سره واده هم کوم، او هر هغه چا چې زما د سنت څخه مخ واړاوه زما څخه نه دئ.

په يهودو او نصاراؤ کې ځينې رهبانيان د ښځې د سيوري څخه هم لري اوسيږي، او دا ځکه چې دوی داسې انګېري چې واده کول ګناه او د شيطاني کړنو څخه ده، او دوی به همېش ويل: د شر او د ګمراهۍ څخه د خلاصون يواځينۍ لاره واده نه کول دي.

له همدې کبله په غرب کې د بې دينۍ تهذيب او اخلاقي انحرافاتو ډېر ترويج موندلی دی، او تر ټولو زيات اخلاقي انحرافات د غرب په رهبانيانو او پاپانو کې ليدل کيږي، هغوی چې واده نه کوي، خو له نورو لارو څخه خپله جنسي غريزه پوره کوي.

خو د اسلام دين د غرب پر دې ټولو ناسمو فکرونو د بطلان کرښه راکاږي، او د غرب د روان کړکيچ د هوارۍ او حل لپاره دوی ته د اعتدال (Moderation) او وسطيت لاره ورپه ګوته کوي، او دغه دين خپلو پېروانو ته اجازه ورکړېده او د غربي منحوس نظام ئې په کلکه سره مخالفت کړېدي، او د اعتدال لاره دا ده چې که يو انسان وکولای شي د يوې څخه تر ۴ پوري د مېرمنو سره واده کول او د غرب د مطلق اباحيت څخه ځان ساتل دي.

د غربي نړۍ دوې مهمې ستونزې:
اسلام د غرب د مزخرف رهباني نظام سره کلک مخالفت لري، دا ځکه چې غربي نظام د ژوند سلسله او لړۍ ختموي، د تناسل او اولاد راوړلو مخه نيسي، او په عملي کېدلو سره ئې بشري ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي.

له بل لوري اسلام د مطلق اباحيت مخالفت هم کوي، يعنې غربي ټولنې عموما دوې عمده ستونزې لري، يوه پکښې د رهبانيت ستونزه ده او بله پکښې د اباحيت ستونزه ــ په داسې حال کي چي اسلام بيا د وسطيت نظام دی.

له بل پلوه که مونږ ځير شوـ نو پوهيږو چې بيا د بشري ټولنو ستونزه نه هم په مطلق اباحيت او نه هم په رهبانيت سره حل کيږي، بلکې دا يواځې د اسلام دين دئ چې دا ستونزه ئې حل کړيده. د غرب فلسفه همدا ده چې دوی د مېرمنو په اړه هر څه روا بولي، او نن همدې بشري انحرافاتو غرب له خورا ستونزو سره مخامخ کړيدی. خو د اسلام فلسفه پر اعتدال ولاړه تګلاره ده، هم له مونږ څخه په دنيا کې او هم په آخرت کې ښېګڼه او نېکمرغي غواړي، لکه چې په پنځه وخته لمونځونو وايو: اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة و في الآخرة حسنة و قنا عذاب النار.

پېغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم ددې امت ځوانان واده کولو ته هڅولي دي، او نېکه بې بې ئې تر ټولو ستر نعمت شمارلې ده. او په يوه صحيح حديث شريف کې راغلي دي (( الدنيا متاع و خير متاع الدنيا المرأة الصالحة ))

ژباړه:. دنيا يوه توښه ده، او د دې دنيا تر ټولو ښه توښه او ستر نعمت نېکه بې بې ده.

او په يو بل حديث شريف کې ئې فرمايلي دي (( من رزقها الله امرأة صالحة ـ فقد أعانها علي شطر دينه، فليتق الله في الشطر الباقي

ژباړه:.د يو چا چې نېکه صالحه بې بې په نصيب شوه، نو په حقيقت کې لوی څښتن تعالي د هغه سره د هغه نيم دين د تکميل په اړه مرسته کړيده، نو په پاتې نيم دين کې دي پخپله له لوی الله تعالي څخه وويريږي پخپله دې ددغې پاتې نيمې برخې د تکميل په باب هلې ځلې وکړي.

نېکه بې بې هماغه ده چې په ليدلو سره ئې خاوند د خوښۍ احساس وکړي، او هرکله چې ورته امر وکړي سمدلاسه ئې عملي کړي، هم اخلاق ولري او هم ديانت، يوه داسې مېرمن وي چې ددنيا جمع کول ئې د ژوند اساسي موخه او مقصود نه وي.
عموما د سعادت او نېکمرغۍ ۴ (څلور) عمده عوامل دي:

۱: نيکه او پاک لمنه بې بې.

۲: ښه کور.

۳: راحت بخښونکی پسرلی.

۴: نېک همسايه .

نو پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم د سړي د سعادت او نېکمرغۍ د مهمو عواملو څخه يو هم نيکه صالحه بې بې شمارلې ده او فرمايلي ئې دي چې غوره مېرمن د لوي الله جل جلاله يو بې ساري نعمت دئ .

نو انسان ته ښائي چې متدينه مېرمن د ځان لپاره وټاکي، البته دا ددې معنا نه ورکوي چې ښکلې دي نه وي، بلکې د خاوند لپاره د ښځې ښکلا هم يو مطلوب کا ر دئ. خو دا هم د ويلو وړ ده چې ښکلا يو نسبي کار دئ، ځکه ډېر ځلې يو انسان ته يوه ښځه ډېره ښکلې ښکاري، په داسې حال کې چې هغه بل ته بيا عادي ښکاري.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x