افغانستان

۵۵ ٪ سلنه افغان کوچنيان د خوارځواکۍ ښکار دي

په افغانستان د امريکايي یرغل له پيله د ملګرو ملتونو د ماشومانو برخه يونیسیف په خپلو اعلاميو کې د کوچنيانو د ژوند ډاډ ورکړی و او ويلي يې و چې دوی به د ماشومانو د ژوند په ساتنه او پرمختګ کې په جدي توګه کار کوي، مګر د ديارلس کالو په تېريدو د افغان ماشومانو ژوند ورځ تر بلې له خطر سره مخ کيږي. د نوې سروې په استناد ۵۵٪ پنځه پنځو سلنه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله له جدي خطر سره مخ دي او دغه ستونزه مخ په ډېرېدو ده. د ماشومانو روغتيايي ادارې وايي چې د کوچنيانو د خوارځواکۍ ستر لامل په افغانستان کې د امريکا او اتیلافیانو بمبارۍ او جګړې دي. له لندنه خپريدونکې ورځپاڼه ګارډين ليکي چې د ماشومانو د خوارځواکي بنسټيز لامل رواني ستونزې دي چې د ژوند په اولو دوو کلونو کې وړ خوارکونو او مناسب چاپيريال ورته نه برابريږي. د ګارډين په وينا د جګړو او بمباریو له امله په ماشومانو ويره او ترهه خپريدل هم د خوارځواکۍ يو مهم لامل دی. ګارډين زیاتوي چې هر درېيم افغان ماشوم د خوارځواکۍ ښکار دی، مګر د افغانستان د عامې روغتيا وزارت بیا دغه سروې نا سمه بولي او وايي چې په دې وروستیوکلونو کې د ماشومانو د روغتيايي حالت په اړه هيڅ سروې نه ده شوې. د يادونې وړ ده چې د امريکايانو له راتګ سره د ماشومانو او ښځو په ګډون د ټول ولس په روغتيايي حالت کې هيڅ مثبت بدلون نه دی راغلی او نه تر اوسه د روغتيا وزارت او نورو مؤسسو لخوا ورته کومه وړ اسانتیاوې برابرې شوي دي. افغانان اوس هم د عادي مرضونو لپاره پيښور او هند ته ځي. يو شمېر طبي کار پوهان وايي چې د امريکايي یرغل سره په افغانستان کې صحي حالت ډېر خطر ناک حالت ته رسیدلی، چې خلکو کې د جګړو او د امريکايي پوځيانو لخوا د کيميايي وسلو د کارولو له امله يو شمېر ناروغۍ مخ پر زیاتيدو دي. پيښور کې د سرطان د مخنيوي “ارنم” روغتون ډآکتران وايي چې په افغانستان کې د سرطان د خپريدو ستر لامل د کيميايي موادو استعمال دی. د سرطان سربېره يو شمېر نور رنځونه لکه د مور په خيټه د ماشوم ضايع کيدل، د ګردې د مرضونو زیاتيدل د بهرنیو عسکرو لخوا د کيميايي وسلو د کارولو له امله ښودل شوي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x