خبرتیاوی او پیغامونه

د لوګر د کوچیانو په لېسه کې د کمپیوټر زده کړې مرکز پرانستل شو

دلوګردپوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر خبرپاڼه
پنجشنبه د حمل ۱۷ مه

د لوګر مرکز اړوند د کوچیانو په لېسه کې د لومړي ځل لپاره په کمپیوټرونو او ټکنالوژیکي وسایلو سمبال د کمپیوټر زده کړې ښوونیز مرکز فعال شو.

د یاد ښوونیز مرکز په پرانیست غونډه کې والي محمد حلیم فدایي، د پوهنې رئیس انجینرمحمد اکبرستانکزي،شتمن انجینر سید فرهاد اکبري، د دې لېسې آمر لطف الله ستانکزي، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د لوګرد پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دغه مرکزچې په کمپیوټرونواوټکنالوژیکي وسایلوسمبال دی ۵۰ ډسک ټاپ کمپیوټرونه، ۲ لب ټاپ کمپیوټرونه،۲ پروجکټورونه ،۲ لوی تلویزوني سکرینونه، ۲ د انټرنیټ سرورونه او ځینې نور اړین وسایل لري.

عرب زیاته کړه، چې یاد کمپیوټرونه او ټکنالوژیکي د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له خوا ورکړل شوي، چې اوس مهال زده کوونکي ترې د عملي لوست پر مهال کار اخلي.

عرب وویل، چې له دې څانګې سره د یوه افغانۍ، یوښوونځی د پروګرام له لارې یوه شتمن چې سید فرهاد اکبري نومیږي د ۱۷۵ زرو افغانیو په ارزښت د کمپیوټرونو لپاره د څلورو لویو میزونو ، ۴۰ څوکیو او ځینې نورو وسایلو مرسته هم کړې ده.
هغه وویل، چې د کوچیانو په لېسه کې اوس مهال ۸۵۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ۱۲ تنو ښوونکوله لوري زده کړې ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x