شعـــــرونه

غزل/ فکر مل طالب

فکر مل طالب
څومره ښکلی يې ښکلا درپسـې اوړي
د زړه ســــره دا دنــيا درپســې اوړي

ته د ټـولو ښايســتونو دنــګ مناريې
ګـــلابونه هــره خـوا درپســې اوړي

ســـتا نازک نازک انـداز ته فــکر وړی
خيالي خيال مې نا اشنا درپسـې اوړي

په خندا کــې دې يو طرز دی د حورانو
له سينو زړونه او ساه درپــسې اوړي

د سپــېــڅلـې آزادۍ مجــنون طالبه
د حريــت پاکه ليــلی درپســ ې اوړي

مجاهــده د وطن د غرو غاټــول يـې
سنــــګرونه اوســـحرا درپسې اوړي

چې نسيم دې دمسکاوو په مستۍ شي
پســــرلي به خامــخا درپســې اوړي

جنتــي مــخ چــې دې ووينــم جانانه
زما ختمه شي ستړيا درپســـې اوړي

داچې واک لرې په ډېرو زړونو باندې
د مــظلوم اولس دعا درپسـې اوړي

د ملنــګې زندګــۍ ملنــګ طالبه
“فکرمل طالب” اشنا درپسې اوړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x