ادبي لیکني

جُوجُو د پښتني کلتور هنداره

بخت مرجان بختیار
د بغدادي پیر له برکته مې د جوجو ناول بیا ولوست او په بیا بیا لوستو ارزي.

جُوجُو د نصیر احمد احمدي د نورو ناولونو په څېر له تلوسې او کششه ډکه خوندوره ژبه لري او نه دې پریږدي، چې پام ترې په بله کړې. مکالمې یې داسې دي، چې وبه مو خندوي؛ خو تر شاه یې ستره ژړا پرته ده.

د نصیر احمد احمدي اوسني ناولونه د فورم او محتوا له پلوه دومره پوره دي، چې که د الفت صیب خبره له متنه یې یوه کلمه
هم وباسې، ناول پرې نبمګړی کیږي؛ خو په پخوانیو ناولونو کې یې دا وړ جزوي ستونزې لېدل کیږي؛ مثلا: که همدې جوجو ته په ځیر وګورو د ۵۵ مخ نوې برخه یې تر یوه حده د ناول په وجود سرباري ده. په دې برخه کې تواب له فوټباله زړه بدی دی او د ناهېلۍ خبرې کوي. جوجو ورسره مرسته کوي او د خړ پرتاګه هلک په پوزه کې نیسي، هغه ویریږي او له میدانه وځي. تواب میدان ته راځي، جوجو ورته توپ برابروي او دوه سرپر ګولونه پرې وهي.

دا برخه، بې له دې چې د ناول په سکښت کې کوم تغیر راشي، په کم بدلون د ۵۷ مخ له دې پاراګراپه هم شروع کېدای شوای: تواب جومات ته لاړ، د ماښام لمونځ یې په ملا پسې وکړ، بیا یې کور ته مخه کړه، چوترې ته وخوت….

د نصیر احمد احمدي نیکه ناول ته مې په تنقیدي نظر کتل؛ تر ډېره مې جزوي تېروتنه هم پکې بیا نه مونده؛ خو د پخوانیو ناولونو پر ځینو وړو برخو یې نېوکه کېدای شي؛ مثلا: د جوجو په پېل کې دی د هلک عمر څوارلس کاله یادوي او په ۸ مخ کې بیا وایي چې ((… بوډا یو دم وخندل، له خولې یې سپین لوګی را ووت، هلک یې تر لاس کش کړ، پر ځنګانه یې کېناوه…) حال دا چې موږ د معمول مطابق څوارلس کلن هلک پر ځنګانه نه کینوو.

د احمدي صیب په پخوانیو ناولونو یوه نېوکه دا وه، چې لهجوي لغات ترې استعمالیږي. دا ستونزه یې اوس تر ډېره حل کړې هم ده؛ خو دا چې جوجو پخوانی ناول دی، نو یاده ستونزه لري؛ لکه په لاندې جملو کې:

۱ـ زبون یې وهل شوی و.

۲ـ د ولاړېدو سېکه یې ختلې وه.

۳ـ تواب کادانې ته لاړ…

ښه یې دا ده، چې په دویم چاپ کې یې له اکثره لهجوي لغاتو سره په وړو لېندیو کې ماناګانې لیکل شوې دي؛ مثلا: کاوړ(غوسه)، کړاسی(هلک)، سدرۍ(واسکټ) ….

د ناول په اخېرنۍ برخه (۱۱۴ مخ) کې جوجو داسې خبرې کوي، چې باید د تل لپاره لاړ شي؛ هغه وایي:

ـ نن شپه ځم.

تواب نیغ کېناست:

ـ ولې؟

ـ تحقیق مې خلاص شو.

ـ بیا به دې ووینم؟

ـ نه شم راتلای، دلته د خوشالۍ خبره نشته، تر دې ځایه د غږ ماشین هم ښه دی. خو تا زحمت راسره وویست. مننه.
جوجو ورک شو.

خو لیکوال تصادفا څو میاشتې وروسته جوجو بیا را پیدا کوي او دې دنیا ته یې له سره د تحقیق لپاره رالیږي، چې دلته د ناول پای د پای په شان خوندور نه راځي.

په جوجو یوه نېوکه دا هم ده، چې موضوع یې د هندوستاني فلم (pk) له کېسې غلا شوې ده. د دوی په اند، هلته هم لوبغاړی له بل ستوري راښکته کیږي او د دغو خلکو خراب عقاید او عنعنات تسخیروي او دلته هم. ما خو تر اوسه اغه فلم نه دی کتلی؛ خو دومره ویلای شم، چې جوجو د پښتني کلتور، عنعناتو، رواجونو او کردارونو پاکه هنداره ده. که دغه ناول مو ولوست، نو خامخا به د ژوند مسیر بدل کړی؛ ځکه، چې له کایناتو او په کایناتو کې له ژوندیو موجوداتو سره د ژوند کولو چل راښیي، خپلو رایجو بوږنوونکو رواجونو ته مو متوجه کوي.

جوجو موږ ته دا راښیي، چې موږ او زموږ هېواد د نړۍ پر کچه څومره ورووسته پاتې یو؟ زموږ د باورونو په اړه عجېبه قضاوت کوي او دا را جوته وي، چې هر څه، چې څنګه ښکاري، همداسې دي، که نه کمی او زیاتی پکې شته؟

په پای کې همدومره، چې جوجو د خپلې څېړنې لپاره رښتیا هم خیرانوونکې سیمې (افغانستان) ته راغلی دی؛ خو تحقیق یې ځکه استاذانو ته د منلو وړ نه دی، چې له سوونه کاله مخکیني حالت سره یې هیڅ توپیر نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x