خبرونهنړۍ

امریکا د حمص ښار پر هوائی اډه د کروز میزائیلو برید کړی

نن ټکی آسیا (جمعه، ۱۸وری، ۱۳۹۶ل ):   الجزیرې تلویزون د امریکایی رسنیو په حواله خبر ورکړ چې د امریکا سمندري ځواکونو د سوریې د حمص ښار ته څیرمه د هغه هیواد پر هوايی ډګر وروسته له هغه تر۵۰ زیات کروز میزايیل وویشتل چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ تېره ورځ ویلي وو، چې د اسد د رژیم خلاف په یوازي سر پر پوځي برید باندي غور کوم .

ټرمپ دا خبره وروسته تر هغه کړي وه چې د اسد رژیم د سې شنبې په ورځ

د شام د ادلیب ښار په خان شیخون نومي سیمه کې پر ملکي وګړو زهرجن بمونه غورزولي او سلګونه تنه یی وژلي، ټپیان کړي او یا مسموم کړي وو. امریکایی مشر ټرامپ پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د اسد رژیم له لوري د کمیاوي وسلو کارول یو نه بخښونکی بشري جنایت دی ، پکار ده چې د دې جنایت په وړاندي چوپه خوله پاتی نشو. ده وویل چې دا د ټول بشریت پرټنډه یو تور داغ دی.

نن د شپې ناوخته د امریکا د سمندري ځواک له دوو جنګي بیړیو نه چې په تور سمندر کې ځای ځای دي ؛ له هغه ځایه ۵۰ کروز میزائیل د حمص ښار پر هوايی آډه وتوغول چې ویل کیږي په یاده آډه کې د کیمیاوی وسلو زیرمتونونه شتون لري.

له بلي خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن ویلي چې کره شواهد شته چې د کیمیاوي برید ترشا د بشاراسد د حکومت لاس دی. نوموړي ټینګار وکړ چې موږ به یې په وړاندي مناسب قدم اوچت کړو. په وینا یې دا یو داسی عمل دی چې له ټولو بشري او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

بل پلو د رویټرز خبري آژانس د امريکا د لوړ پوړو چارواکو له خولي ویلي چې د اسد پرخلاف په پوځي اقداماتو کې دا هم ممکنه ده چې د سوريې هرډول الوتکي له پرواز څخه منع کړل شي او یو لړ نور تعزیرات هم له پامه نشي غورځول کیدای.

بل خوا تازه خبرونه وایی چې د امریکا له لوري د کروز میزائیلو په برید کې د رژیم ۱۴ الوتکي، د الوتکو لارۍ او د تیلو پمپونه په نښه شوي وو ؛ زیاتره یې تخریب شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x