افغانستان

په کابینه کې د حزب د نویو نوماندانو پرغوښتنه د حزب د دوو ډلو ترمنځ اختلاف څرګند شوی

نن ټکی آسیا (جمعه، ۱۸وری، ۱۳۹۶ل ): د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له مرکچي پلاوي غوښتي چې د دوی د ګوند غړي دې کابينې ته د نوماند وزيرانو په توګه نه ورپېژني، بلکې خپل غړي دې ورمعرفي کړي.

د ارغنديوال حزب اسلامي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د حکمتيار حزب اسلامي مرکچي پلاوي د حکومت د غوښتنې په ځواب کې د دوی (ارغندیوال) ګوند ځينې غړي د نوې کابينې د نوماندو وزيرانو په توګه معرفي کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی لا له وړاندي په ګډ حکومت کې ونډه لري، له همدې امله غوره ده چې کابينې ته د حزب اسلامي کډوال غړي چې تازه د سولې له پروسې سره يو ځای شوي او هېواد ته راغلي دي، د نوماند وزيرانو په توګه وروپېژندل شي.

د ارغنديوال په مشرۍ اسلامي حزب، د حکمتيار ګوند د مصالحې له پروسې ملاتړ کړی او ويلي يې دي، چې حکمتيار ته به تود هرکلی ووايي، خو زیاته کړې يې ده چې کابینې ته د پردیو غړو په ځای دې خپل غړي ورمعرفي کړي.

د حکمتیار د اسلامي ګوند د مطبوعاتي دفتر مسئول قريب الرحمان سعيد منلې، چې د ارغنديوال خبرپاڼه يې لوستې او تر څېړنو وروسته به خپل دريځ په ډاګه کړي.

ویل کیږي چې د ګلبدین حکمتیار ګوند چې اوه میاشتې وړاندې یې د ملي یووالی حکومت سره د یوې ۲۵ ماده یزي طرحي پر سر سوله کړې او له مقاومته لاس پرسر شوی، د سرچینو په قول په دې وروستیو کې د یاد ګوند د مرکچي پلاوي له لوري حکومت ته یو غوښتنلیک وړاندي شوي ترڅو په کابینه کې د دوی نوماندان ورسره واخلي.

دا چې په دې اړوند د حکومت غبرګون څه دی؛ تراوسه نه ده څرګند شوي، خو د حزب اسلامي دویمي ډلي پرون د یوې محتاطې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ګویا د دوی د ډلې خلک دې د حکمتیار د ګوند له لوري حکومت ته نه ورمعرفي کیږي.

که څه هم عبدالهادي ارغندیوال ویلي چې دوی به د حکمتیار تود هرکلی کوي او داسی آټکل کیده چې ګویا کابل ته د حکمتیار په راتګ سره به دا دواړه ډلي پخپلو کې سره یو شي، مګر د عبدالهادي ارغندیوال له وروستیو څرګندونو نه ښکاري چې دوی اوس هم ډېر سره لیري دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دا کټمټوري اعلامیه ددې لپاره ده چې زیات شمېر حزبیان کابینې ته شامل کړي .

بلال

د ماشومانو ، لیونیانو ، جاهلانو ، ظالمانو غلامانو یا د دیکتاتورو ډارنو غلامه ، ناوړه او فاسده پاچاهی ده . همدغه کار سلامی حزب له شمالی ټلوالی زده کړی ، کله فهیم ، کله عبدالله ، کله نور او کله صالح قانونی ، ضیا مسعود خیل او داسی نور مخکی کوی په شکاره ځانونه یو دبل سره مخالف ، مګر هر کار یی د تړلو دروازو شاته په مشوره او د بادارانو به دستور او قومانده تر سره کوی ، اوس چه سلام حزب د همدغه کږی ودانی یوه خخته شوه څه چه د هغو کړنی وی دوی به… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x