نړۍ

د جمعیت علما اسلام ګوند د سلمې کلیزې په ویاړ لویه اجتماع جوړه کړې

نن ټکی آسیا (جمعه، ۱۸وری، ۱۳۹۶ل ): د پاکستان د جمعیت علماء اسلامی ګوند د خپل تاسیس سلمې کلیزې په مناسبت د خیبر پختونخوا په نوشهره ښار کې یوه لویه اجتماعي غونډه جوړ کړې چې د رسنیو په قول په کښې په سلګونو زره خلکو ګډون کړی دی.

د جمعیت علماء اسلام رسمي چارواکې وايي چې په دغه اجتماعي غونډه کې د څلویښت لکه خلکو لپاره چمتوالی نیول شوی وو، چې د پرون راهیسي خلک ورته را روان دي.

نن د جمعې په ورځ په غونډه کې د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د پاکستان مشر مفتي مولانا تقي عثماني، د سعودي عربستان څخه ورغلی پلاوی چې د سعودي د دیني چارو وزیر، د مکې مکرمې امام او د هندوستان د دیوبند مدرسې څخه مشرانو علماو په کښي ګډون کړی وو.

د جمعې خطبه د مکې مکرمې امام شیخ صالح بن محمد بن ابراهیم وویله او لمونځ یې ورکړ.

پر ټولنیزو پاڼو د جمعیت علماء اسلام ګوند ته منسوبې پاڼې وايي چې د سعودي په ګډون د بحرین، هندوستان، بنګلدیش او قطر څخه مېلمانه پلاوي راغلي دي تر څو په اجتماع کې ګډون وکړي.

د پاکستاني رسنیو په وینا چې د نن ورځې څخه په پیل شوې غونډه کې به شاوخوا ۳ ملیونه خلک ګډون وکړي او ۲۵ زره کسان پر انتظامي امورو ګمارل شوي دي او په لوړه کچه امنیتي تدابیر نیول شوي دي. ټاکل شوې چې غونډه ۳ ورځې نور دوام وکړي.

د جمعیت علماء اسلام چې د هندوستان د تقسیم تر مخه یې نوم جمعیت علماء هند وو، په کال ۱۹۱۹ کې تاسیس شوی او په کال ۱۹۲۷ کې یې لومړنۍ لویه اجتماع په پيښور کې جوړه کړې چې په هغه کې د هندوستان لوی عالم شیخ الحدیث مولانا محمد انور شاه کشمیري د جمعیت ګوند د جوړېدو اهداف واضح کړې وه.

نوموړي په دغه غونډه کې ویلي وه: «د هندوستان علماو د څو کلونو راهیسي یو نظام جوړ کړی چې نوم یې جمعیت علماء هند دی، دغه ګوند به په اوسني وخت کې چې د هرې خوا څخه پر مسلمانانو بریدونه کیږي، او حالات ورځ تر بلې د مسلمانانو په وړاندي خرابیږي، که هغه په سیاسي امورو کې وي، په مذهبي او اخلاقو کې او که په ټولنیز ژوند او اقتصاد پوري اړه ولري، د جمعیت علماء هند ګوند به ورته د علماو تر مشورې وروسته د حل یوه لاره را باسي چې همدا د علماو وظیفه او د شریعت غوښتنه ده».

مولانا فضل الرحمن په دغه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي چې دوی او د جنوبي آسیا هیوادونو ټول دیني مشران د «پر امن سیاسي جدوجهد» تعهد کوي او د همدې تعهد د بیا نوي کولو په موخه را ټول شوي دي.

په غونډه کې اکثریت ګډونوال د مدارسو طالبان، استادان او دیني علماء د پاکستان د مختلفو ښارونو څخه ګډون کړی چې شمېر یې سلګونو زره ته رسیږي او د تبلیغي اجتماع غوندي انتظامات یې نیول شوي چې درې ورځې به دوام کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

موجوده اوس دافغانستان قانون شرعی دی،داچه عمل پرکیږی یانه رخصتی یی دجمعی ورځ ده روژه اواخترونه یی ددنیادمسلمانانو سره دی،خومتأسفانه دکفاروتراشغال لاندی دۍ اسلام نه کی عملی کیږی هغه رنګه لکه چه باید وی،دپاکستان بنیاد داسلاپرنامه ایښودل سوی لاکن دپاکستان له جوړیدوڅخه ترنن پوری اسلامی قانون ندۍ کی راغلۍ دقاضی پرځای جج دی دجمعی مبارکی درخصتۍ په عوض دکرسټنانو دیکشنبی ورځ ده په بینکوکی سود آزاد چلیږی – په ټوله دنیاکی روژه اواختر وی دوی یی نه کوی آیادا په نامه اسلام سالم عقل منی مشر مولانا یی په مولاناډیزل مشهور دۍ یعنی په رشوت کی دنوازشریف ملګرۍ دۍ ،طالبان… نور لوستل »

walikhan

کله چی یو ملک کی فا حشه خانوته حکومت جواز ورکوی او خپل ټکس ځنی اخلی نو ایا داحکومت اسلامی دی، کله چی یو ملک کی دناټو کاروانونه تیریږی ترڅو دبل ملک مسلمانان ووژنی او مولانه ډیزلی یی داسی توچهه کوی چی پا کستان یو ازاد ملک دی او دخپل ګټو لپاره هرچاسره معا مله کولی شی، نو ایا دی مولانه کی بی غیر دمنافقته بل څه شتو ن لری. کله چی دفلسطین په ملت ظلم زور کیږی، کله چی دبرما په مسلمانانو ظلم زور کیږی ایا مولانه ډیزلی کله هم داکار عندلی، دایو منافق انسان دی چی ټول فامیل… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x