fbpx
پولي چرخي

په پلچرخي کې ۱۶۰ بندیانو خولې ګڼدلې دي، ځیني يې مرګوني حالت ته رسیدلي

نن ټکی آسیا (جمعه، ۱۸وری، ۱۳۹۶ل ): د پلچرخي زندان په مخدره بلاک چې د ټیمکیانو په بلاک هم پيژندل کیږي، له تېرو څو ورځو راهیسي په کښي اعتصاب روان دی.

د زندان له داخل څخه نن ټکی اسیا ته رسیدلي معلومات ښيي چې په دغه اعتصاب کې شاوخوا ۱۸۰۰ بندیانو ګډون کړی دی چې په هغو کې یې تنها ۱۶۰ کسانو خپلې خولې ګنډلې او د هر رنګه څښاک او خوراک څخه ډډه کوي چې له امله یې یو شمېر بندیان مرګوني حالت ته رسیدلي دي.

د طالبانو د بندیانو کمیسون یو معتبرې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی اقلا د ۴ څخه بیا تر ۷ بندیانو په اړه معلومات لري چې د نه خوراک له امله یې روغتیايي حالت دومره حد ته رسیدلی چې له زندانه روغتون ته انتقال شوي او اوس یې درک نسته چې هغوی به ژوندي پاته شوي وي او که به مړه شوي وي.

خو د زندان څخه یو شمېر نوري سرچینې وايي چې اقلا پنځه تنه بندیان مړه شوي دي، او زیات شمېر نور د کوما په حالت کې دي.

د مخدره بلاک په اړه ویل کیږی چې هلته د بهر نړۍ سره د اړیکو هیڅ وسایل نشته ځکه نو د هغوی د اعتصاب په اړه معلومات ډېر وروسته هغه وخت ټولنیزو پاڼو ته را ووتل کله چې د بندیانو روغتیايي حالت اخیري حد ته ورسیدی او بندیان د مرګ د خطر سره مخ شول.

تر اوسه د پلچرخي زندان چارواکو په دې اړه چوپه خوله نیولې او هیڅ معلومات یې د رسنیو او نه هم د زندانیانو د قریبانو سره شریک کړي چې له امله یې په ټولنیزو پاڼو او همداسي د بندیانو په قریبانو کې د بندیانو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنې را پارېدلي دي.

باید وویل شي چې د پلچرخي زندان لپاره د مشرانو له جرګې څخه ټاکل شوې پلاوي څو میاشتي مخکې وویل چې تر ۱۴۰۰ زیات بندیان په محبس کې بې سرنوشته پراته دي، چې له هغو څخه یې یوازي ۸۰۰ کسان هغه دي چې د بند مودې یې پوره شوي ، د خلاصېدو لپاره یې نوملړ تیار شوی خو له ډیره وخته عملي کیږې نه.

او همداسي اقلا ۱۴۴ کسان یې داسي موندلي وه چې په لا علاجه ناروغیو اخته شوې وه، او د قانون سره سم هغوی باید خوشي شې چې د خپل عمر پاته برخه د خپلو کورنیو سره تېره کړي. او پاتې کسان یې په اعدام محکوم شوي وه خو اوس د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د