نظــر

د ډيورند د خيالې کرښې کاذب تړون

د، ب، هيښ/

په د ورځو کې د ډ يورند د منحوسې او مردودې کرښې او نام نهاده تړون په هکله يوه مصنوعي غوغا شروع ده او ځنې اجنټ او وطنفروشه عناصر خو بيا دومره بې شرمه شوي دي چې د افغانستان او پاکستان د پولې حيثيت ورکوي او د رسميت پېژندلو د پاره يې د خپلو بادارانو په دستور کمپاين شروع کړئ دئ ، لاکن تاريخ، حقوق او بين المللي قوانين بيا د داسې مصنوعي او تحميلي کرښو بطلان ښيي.

یو تړون هغه وخت داعتبار او منلو وړ دئ چه په تړون کې ذی دخله لوري دقواوو او قدرت توازن او تعادل ولری او د تړون د توافق او امضا کولو صلاحیت اوقدرت ولري او یا ورته ورکړل شوئ وي.

که چیرې دقواوو او قدرت تعادل او توازن موجود نه وي او یوه خوا د بلی څخه په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخه کې برتري ولري هغه جوړجاړئ چه دداسی شرایطو لاندې منځ ته راځي تړون نه دئ بلکه تحمیل دئ، زور دئ او جبر دئ چه دزورور له لوري په کمزوري باندې قبول شوئ دئ، او هره لوظنامه، معاهده او تړون چه د زور او جبر له لارې منځ ته راغلې وي، حقوقي ارزښت یې صفر او باطله دي او باطل په هر ځاى او هر وخت کې مردود او له منځه تلونکئ دئ.

دوهمه مساله دیوه تړون د تحقق او امضا دپاره دتړون د برخه لرونکو لوریو قانوني او اصولي صلاحیت او واک دئ. یو تړون هغه وخت معتبر او د منلو وړ دئ چه لاسلیک کوونکی یی دلاسلیک کولو صلاحیت او واک ولری، هغه تړون چه دبی صلاحیته شخص، مرجع او مقام له لوری منځ ته راځی اجرایي او عملي بنیاد نه لري او اعتبار یې یوازې د کاغذ په مخ دئ، ځکه په هغه څه چه تعهد شوئ دتعهد کوونکو دقدرت څخه خارج دئ او په یوه داسی موضوع یی موافقه کړي چه دوئ ورسره هیڅ نوع ارتباط نه لري.

دریم قرارداد، تعهد او تړون د همغه ذیدخله لوریو په منځ کی تر هغه وخته اعتبار لري چه په تړون کې برخه اخستونکې خواوې وجود ولري، کله چه په قرارداد کې شاملی خواوې له منځه ولاړې شي، قرارداد هم له منځه ولاړ ځکه تړون د متعهدو لوریو دپاره دئ او هغوئ یی په وفادارئ او مراعات مکلف دي.

د ډیورند منحوس او مصنوعی تړون په داسې حالاتو کې صورت موندلئ چه د زاړه استعمار نظامي، سیاسي او اقتصادي قدرت دومره پراخه وچه په ساحه کې یی لمر نه ډوبېده، دا یوازې افغانان وو چه د خپلو وینو په بیه یې ددی نړئ د زبیښونکی هیولا سره په میړانه او دلاورئ مبارزه او مقابله کوله، نوره دنیا ورته تسلیمه شوی وه.

مګر بدبختانه چه افغانان دیوه مدبر، وطن پرسته او په وولس مین مشر او زعیم د لرلو څخه محروم ؤ او داسی یو شخص یې دسیاسي او اداري چارو په راس کې ځان ځاى کړئ وو چه بې له خپل ځان څخه یی نور څه نه شوائ تحمل کولائ او دځان دساتنې او بقا دپاره یې هر رنګه پستۍ، بی همتۍ، ذلت او خیانت ته سر ټیټ کړئ و چه لوی مثال یی د ډیورند شرمناکه معاهده وه.

په دې تړون کې یو لوری ته زورور او قدرت مند استعماري قوت او بل لوري ته یو ضعیف او تش په نامه امیر چه ولس ور څخه بی زاره وو قرار درلود، له دې کبله دا یوه تحمیلي او د زور معامله وه او کوم عمل چه په زور سره اجرا کیږی حقانیت او مشروعیت نه لري.

همدارنګه د ډیورند د معاهدې دواړه خواوې د افغانستان په خاوره د ویش او کرښې ایستلو د پاره د اصولي او قانوني صلاحیت څخه برخورداره نه وې، هم انګلیسی استعمارګر او د هغوئ نمایندګان او هم مستبد امیر په داسی یوه مساله یو دبل سره توافق کړئ چه دوئ ورسره بیګانه وو. دیوه ملک په جغرافیایی او اداری تشکیل باندې یوازې د هغو اصلی مالکین چه وولس دئ دتصمیم او فیصلې حق لري، نه هغه څوک چه ددوی (وولس ) په مقابل لوري کې واقع ويِ.

په هغه وخت کې هم انګلیسي استعمار ګر او هم دیکتاتور امیر دافغان وولس سره ددښمنۍ موقف درلود، په دې اساس هره فیصله چه ددې دوو ولس دښمنه لوریو ترمنځ وشوه طبعا د خلکو دپاره معتبره او قابل داحترام نه وه او د همغه اولې ورځې نه یې خپل مخالفت او نفرت ورسره ښکاره کړ او تر اوسه پورې یې نه منلی، نه یی مني اونه به یی ومني.

بل دا چه د یوه تړون اعتبار د تړون کوونکو په حضور او وجود باندی ولاړ دئ.

د انګلیسی زاړه استعمار په زوال سره ټول تړونونه، قراردادونه او لوظنامې فسخ، باطلې او د تاریخ کندې ته غوزار شوې او اوس هیڅ ډول قانوني او حقوقي ارزښت نه لري.

افغان وولس ددې شرمناکه معاملې په ضد خپل برحقه جهاد او مبارزه بې له وقفې جاري ساتلې او دا مبارزه به تر هغه وخته پورې دوام لري تر څو یې دلوی، ازاد او خپلواک افغانستان د جوړېدو ارمان پوره نه شي.

په دې وروستیو ورځو کی د ځینو اشخاصو، ډلو او سازمانونو له لوري ځنی مغرضانه او شیطانی تبصرې په شعوری او غیر شعوری شکل ددې کرغیړنې معاهدې په هکله کیږي چه د مضمون څخه یې دیوه بل چټل پلان بوی راوزي.

د زاړه استعمار وارثان او د نوی استعمار جنایت کاران چه دافغانستان دغیرتي او میړني وولس په غلام کولو کې دټولو نظامی، تخنیکی او اقتصادی امکاناتو سره سره پاته راغلل او څه د پاسه يوه نيمه لسيزه مستقیم تجاوز، وحشیانه بمباریو، عام وژنو او د یوی مزدورې ادارې د نصبولو په هیا هوئ سره یی د افغانی شاه زلمیانو د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتلو غرور او عزم مات نه شوائ کړائ دیوې بلی سناریو په تنظیمولو چه د ډیورند تش په نامه، مصنوعی کرښه ده لاس پورې کړئ دئ او غواړی په دې وسیله خپله ناکامه او وحشیانه پالیسی پټه، ذهنونه مغشوش او عامه توجه بلی خوا ته واړوی.

د زاړه استعمار څخه زیږیدلى ناولى او بی پلاره او موره پنجابی پاکستان په واسطه د لوى افغانستان د بدن دنیمایي برخې اشغال (محکوم پښتونستان ) او د دې برخې ازادي او خپلواکي او د خپلې تاریخي او پلارنۍ خاورې سره ئی الحاق ځانګړې موضوع ده چه دهوارولو او حل کولو حق، قدرت او واک یی یوازې دلر او بر افغان وولس سره دئ او دافغانستان اشغال دامریکایی غربی وحشی قواوو له لوری اودهغی څخه راپورته شوئ مصیبت بله موضوع ده.

په افغانستان کې د موجوده قتل عام، د خلکو په ناموس او مال باندې تجاوز، بې رحمانه بمباري، هوایي ترور، دیوې فاشیستی مزدوری اداری تپلو روانه تراژیدی او ددی بربریت په مقابل کې دافغانانو مقاومت او مبارزه د امریکایي تجاوز څخه شروع شوې او ددې جعلي انګریزي کرښې په موجودیت او نه موجودیت پورې هیڅ ارتباط نه لری.

داشغالګرانو په مقابل کې مقاومت او مبارزه دافغان وولس دبطن او ددوئ د خدایی او طبیعی سرشت او جوهر څخه چه په ازادئ او خپلواکئ ایمان دئ او داسارت، غلامئ او استبداد نفی ده زیږیدلی ده. داهسی غربی تبلیغات او پروپاګندې دی او د حقایقو تحریف دئ چه غربیان یی پخپله او دخپلو نوکرانو په ژبو بیانوی. که نه په دې یو ماشوم هم پوهیږی چه د پاکستان پنجابی واکداران د خپلو غربی بادارانو د اجازی او دستور پرته د غپیدو واک هم نه لری.

ډیر د افسوس ځائ دئ چه ځنې اشخاص دډیورند دچټلې کرښې په هکله ډیری بی مسولیته او دافغانی شان او دود سره په تضاد کې تبصرې او لیکنې کوی چه په مضمون یی نه یوازی ځان شرمولئ بلکه دیوه لوئ ملت توهین یی کړی دئ. په افغانی ژوند دود کې هغه څه چه موږ ډیر افتخار پری کولو او کوو یی د ازادۍ، خپلواكۍ، میړانې ، غیرت او وطنپالنی احساس او مینه وه چه دهر افغان په رګونو کې یی جریان درلود او بی له دغو صفتونو شخص به په کلی او جومات کی ځاى نه درلود مګر نن ورځ ځنې جنابان دومره سپین سترګی شوی چه د یوه لوی ملت د سرنوشت په هکله کږې وږې خبرې کوي او د پنجابیانو او انګریزانو موقف یی نیولئ او د خپلې مور (و طن ) قصابۍ ته یی انګریزۍ او پنجابۍ چاړې په لاس ملا تړلې ده. ددې په ځاى چې ددې زخمي وولس په پرهرونو ملهم کیږدي مالګې دوړول یې شروع کړي دي چه دارنګه سلوک ددې غیرتي وولس سره ډیره لویه جفا ده او هغه څوک چه سلیم عقل لري او د وطن سره دمینې ادعا کوي با ید په دې نزاکت ځان پوه کړي چه ځنې عبارات او جملې دیوه وولس زړونه او روح ازاروي او دزړونو ازارول د مضرو خلکو کار دئ، او په دډول اظهاراتو یوازې خپل حیثیت تاواني او خپل ځان رسوا کوی.

ځنې جنابان چې دنامه سره یی یو ګز اکادمیک او علمی القاب هم ذکر کړي وي کوزه پښتونخوا د افغانستان یوه قطع شوی پښه بولي او د ټولو تاریخی، کلتوری، عقیدوی، قومی، ژبنی ا و جغرافیایی روابطو، حقایقو او اسنادو په نظر کی نه نیولو سره یی ددی غوڅی شوی پښی وصل کول په اصلی بدن پوری چه افغانستان دئ محال بولي، لیکن دهغی تړل په یوه پردی هیکل باندی یی دوخت او زمان دتقاضاوو څخه شمیرلی، همدارنګه تهدیدونه هم كوي چې که چیری اصلی بدن (افغانستان )په دغه قطع شوی پښه پسی وګرزي او دهغی دلاسته راوړلو تلاش وکړي، ښائی بله عضو دبدن یی هم ورڅخه قطع شي. دادئ د زموږ د كمظرفو او غلام ذهنه متفکرانو او حکیمانو احمقانه، بې بنیاده او د افغانیت ضد تحلیل، برداشت او تجویز ؟؟

دا جنابان دومره فکر نه شی کولائ چه د بدن دیوی بیلې شوی برخی پیوند په پردی وجود باندی چې هیڅ ډول ارګانیک او جینیتیکی رابطه ورسره نه لري ممکنه ده او دخپل بدن سره چه ټول جوړښتونه یی ورسره شریک دی نا ممکنه ده ؟؟

او بل دا چه افغانستان دیوه شخص، ډلی، تنظیم، قوم او مذهبی فرقې خصوصی او شخصی ملکیت اوپټى نه دئ چه رسۍ پرې راواخلي اوخپله برخه جدا او د خرڅلاو دپاره یی بازار ته وړاندې کړي.

دا د یو تاریخي غیرتمن ملت وطن دئ چه هره لویشت یی دباشهامته بچیانو دځان او مال په قربانۍ ساتل شوئ او وجود یی دزرهاوو کلونو راپه دې خوا د هر رنګه طوفانونو او دسیسو په مقابل کی متزلزل شوئ نه دئ او دټولو شیطاني او طاغوتي قدرتونو د نیرنګونو څخه بریالى راوتلئ دئ، اوپه همدې اصل به خپل موجودیت وساتی. دڅو خرڅ شویو ابن الوقته او نمکحرامه غلامانو ماجراجويي او دسیسې د افغانستان وجود نه شی زیانمن کولائ، ځکه افغان وولس دحوصلې ، پاخه تدبیر، شجاعت او زیرکۍ یو لوی سمندر دئ او د سپیو په شړپ شړپ سمندر نه چټلیږي.

ځنی وروڼه دموجوده واقعیتونو په نظر کی نیولو خبره کوي. هدف ددی څخه څه دئ؟؟

ایا څه چه دوخت استکبار غواړي همغسی باید وکړو او که دسیالانو په څیر په ټولو مساییلو دژوند کې ابتکار دعمل ولرو او د خپل طبيعي حق نه دفاع وكړو ؟

د پښتو متل دئ چه :

وروري به کړو خو حساب تر منځه.

افغانان دټولو همسایه ګانو او نړیوالو سره د ورورئ او متقابله احترام په فضا کې ژوند کول غواړی، افغانانو دهیڅ چا کور ته په کږه سترګه کتل نه دی کړی او دهیڅ چا په کورنیو چارو کی یی لاس نه دئ وهلئ او نه یی چا ته ددوئ دکور دتنظیمولو دستور او دیکته ورکړی ده، هم دا توقع او حساب دنورو نه هم موږ لرو او غواړو چه په دې طریقه زموږ سره هم معامله وکړی او زموږ د وطن په داخلی مسایلو کې مداخله ونه کړی.

واقعیتونه دحاضرو او موجوده حوادثو، جریانونو او تعاملاتو ظاهری بڼه، فورم او رنګ دئ، دابڼې، فورمونه او رنګونه د زمان او مکان په قید کې دی او دهغی مطابق تغیر کوی. مګر حقیقت بل څه دئ.

واقعیتونه هیڅکله د حقیقتونو دروښانولو او توضیح کولو تضمین نه شي کولائ.

واقعیتونه حقایق پټولائ شی، حقایق تحریفولائ شی مګر د منځه یی نه شی وړلائ. په واقعیتونو کی امکانات ځاى لري، مګر حقیقت هیڅ الترناتیف نه لری، حقیقت باید تایید شی، تصدیق شی او ومنل شی.

دا یو حقیقت دئ چه پښتونستان د افغانستان یوه نه بیلیدونکی برخه ده او په دحقیقت کی بیله تایید او تصدیق څخه بله لاره نشته.

د ازاد او خپلواک لوى افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

تل ویښ اوسې ! ډېر وخت ورک وې ؟ په لیکنو د هروخت خوشالیږم ځکه چې هر وخت اسلامي او ملي وي !
هر څوک چې هر څه وایې او ليکي زړه يې خپل ، يوه کورنۍ څوک نشي بیلولی ، کوز او پورته پښتانه څوک نشي
بېلولی ! د پردويو اجنټان او دالري ګو ډاګیان پر دې خبرو خپلې ګټې ساتي !
پر دې اړه ډېرې لیکنې او غوښتنې شته خو متاسفانه چې په افغانستان کې داخل ځینې قامونه د پښتنو يو والی نه غواړي او مخالفت یې کوي !

اورتور

ګرانه د.ب. هیښ صاحب سلامونه او نیکی هیلی !
لیکنه دی دافغا نانو د ملت دوجدان ږغ دی.قلم دی دغسی رسأ اوسه !!!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x