افغانستان

کندهار: دوزره دوه سوه او دېرشو زده کوونکو د کانکور ازموینه ورکړه.

پرون د سلواغې پر اوومه د کندهار له  ۲۲۳۰ ځوانانو څخه چي ۳۰۰ تنې پکي نجوني وې، د کانکور ازموينه واخيستل شوه .
د ازموینې صحنې ته د کندهار والي، ولايتي شورا رئيس، د يو شمير دولتي ادارو غړي، د پوهنتون  مشرتابه او د لوړو زده کړو وزارت مرستيال هم راغلي وو .
د ازمويني د سوالونو او د ګډون کوونکو د فورمونو صندوقچه د يوه هيئت په مخکي پرانيستل شوه  او د کانکور د ازمويني د اخيستلو د کمېټې له لوري هر موظف استاد ته دخپل صنف د شاګردانو فورمونه ورکول شول. دغه ازموينه د سهار پر لس بجي پيل شوه او تريوې بجې پورې اوږده شوه. د کانکور ځينې ګډونوال په  اندېښنه کې وو، چې هسې نه له دوی سره هم د لوګر کانه وشي. محمد الله د ازموينې یو تن ګډونوال وويل: زموږ صحنه ډېره شفافه وه، که بیا هم هئت څه ويل لري، نو تر پاڼو غورځولو وړاندې دي ووايي.
دا ازموينه په داسې وخت کې اخيستل کېږي چې لا هم په ځينو پښتنو مېشتو سیموکې ځينې ښوونځي پر بېلابېلو پلمو بند دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x