نړۍ

سویډن: لارۍ چلونکي په موټر څلور تنه وژلي ۱۵ ټپيان دي

نن ټکی آسیا (شنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د سویډن په پلازمینه کې یوه لوی موټر چلونکي خپل موټر د خلګو په ګڼه ګوڼه کې وهلی چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او پنځلس یې نور ټپيان کړي دي. په ټپيانو کې د ۹ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دسویډن لومړي وزیر سټیفان لوویڼ ویلي چې هیواد باندي یی برید شوي او زیاته يی کړه چې دبرید له نښو څخه ښکاري چې دا یو ترهګر عمل و.

امنیتي سرچیني وايي بریدګر نیول شوی چې یو اوزبک دی او د نیول کېدو پر مهال یې بدن کې ځیني داسي ټپونه هم موندل شوي چې پر ټکر دلالت کوي او همداسي يې په کالیو کې د موټر د شیشو بڅرکې موندل شوي دي، خو زیاتوي چې لا پلټنه روانه ده تر څو د هغه نور ملګري هم ونیول شي.

ویل کیږي چې نوموړي دغه لوی موټر غلا کړی وو.

په دې وروستیو کې په اروپا کې داسي پېښې نورې هم رامنځ ته شوي چې موټرچلونکي دي خپل موټر دخلګو په ګڼه ګوڼه کې وهلی وي، تر ټولو خونړۍ پېښه يې تېر کال دجولایې په میاشت کې دفرانسې دباسټیل ملي ورځې پېښه وه چې له امله يې ۸۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx