ورزش

کرکیټ: ویسټ انډیز د پاکستان څخه لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ د درو یوه ورځنیو لوبو د سیریز لومړۍ لوبه ویسټ انډیز په څلورو وکټونو وګټله.

د لوبې په پیل کې پچه د ویسټ انډیز لوبډل مشر هولډر وګټله، نوموړي د توپ اچونې پریکړه وکړه، او پاکستان په پنځوسو اورونو کې د پنځه لوبغاړو د لاسه ورکولو سره ۳۰۸ منډې جوړي کړې.

د پاکستان له لوري محمد حفیظ ۸۸، احمد شهزاد ۶۷، شعیب ملک ۵۳، کامران اکمل ۴۷، سرفراز ناسوځېدلی ۲۰ او بابراعظم ۱۳ منډي جوړي کړې.

د ویسټ انډیز په توپ اچوونکو کې «اشلې نرس» وځلید، نوموړي په لسو اورونو کې ۴ لوبغاړي وسوځول، یو بل لوبغاړی «هولډر» وسوځوی.

د هدف تر لاسه کولو لپاره د ویسټ انډیز لوبډلې یوازي ۴۹ اورونو ته اړتیا لرله او شپږ وکټه یې وسوځېدل.
غوره لوبه «جیسن محمد» وکړه، نوموړي په ۵۸ بالونو ۹۱ منډي جوړي کړې، کرن پاول ۶۱، لویس ۴۷، اشلې نرس ۳۴، شای هوپ ۲۴ منډې جوړي کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی جیسن محمد ونومول شو، نوموړي په یوازي سر وتوانېد چې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړي.
ددواړو لوبډلو تر منځ درې یوه ورځنۍ لوبې کیږي، چې ویسټ انډیز په یوه لوبه ګټلو سره مخکې شو.
دوهمه لوبه سبا ورځ تر سره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x