کرکیټ: افغان ملي لوبډله د کرکیټ په کور کې د نړۍ د غوره لوبغاړو په وړاندي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۶ل): د انګلستان لارډز لوبغالې ته د کرکیټ کور ویل کیږي، او ټاکل شوې چې په دغه کور کې د روان میلادي کال جولايي میاشتي پر ۱۱مه افغان لوبغاړي میلمانه شي او د نړۍ د یولس کسیزي غوره لوبډلې سره یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبه تر سره کړي.

د نړۍ د غوره لوبغاړو مشري به د نیوزي لینډ وتلی لوبغاړی او پخوانی کپتان بریډن میکالم کوي.

افغانستان د دوهمې درجې په لوبډلو کې تر ټولو مخکې هیواد دی چې په دې وروستیو کې د کرکیټ د نړیوالې شورا له لوري د انټرنیشنل کپ په نامه د ټېسټ لوبو په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی او ټاکل شوې چې ددغه سیالیو لومړۍ لوبډله راتلونکی کال د لومړۍ درجې ټېسټ لوبه کوونکې هیواد په توګه ونومول شي.

باید وویل شي چې محمد نبي او حامد حسن له مخکې لا د نړۍ د غوره لوبغاړو په ځوانه لوبډله کې نومول شوي وه.

د نړۍ د غوره لوبغاړو د ډلې مالک «ماتیو فلیمنګ» وویل چې زه ډېر خوښ یم چې د راتلونکی جولايي میاشت به مونږ په لارډز کې د افغان ملي لوبډلې ته ښه راغلاست ووایو، دوی ډېره وړتیا او جزبه ښودلې، ددوی راتګ او د کرکیټ په کور کې لوبه به د افغانستان د کرکیټ د پرمختګ لپاره ښه زیری وي.

نوموړي وویل چې دا لوبه به داسي اسانه نه وي، د نړۍ غوره لوبډله به د افغان لوبډلې سره سخته لوبه کوي تر څو ګټونکي شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د