fbpx

امریکا افغانستان ته ۱۵۰۰ تازه دمه ځواکونه را لیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۶ل): د امریکا پوځ اعلان کړی چې روان کال 2017 به د امریکايي پوځ د هوايي لوا جنګې ډلې څخه ۱۵۰۰ عسکر افغانستان ته ولیږل شي، چې په وینا یې دا به اضافي پوځونه نه بلکې د پخوانیو پر ځای به نوي تازه دمه لېږل کیږي.

له څو میاشتو راهیسي د امریکا پوځي جنرالان او یو شمېر سناتوران د ټرمپ ادارې څخه د اضافي ځواکونو غوښتنه کوي او د افغانستان اوسنی وضعیت د طالبانو په ګټه بولي خو تر اوسه هم د امریکا نوي حکومت د نورو ځواکونو د لیږلو پرېکړه نه ده کړې.

د امریکايي رسنیو د راپورونو سره سم د امریکا د هوايي لوا جنګې ډله د الاسکا په ایالت کې قرارګاه لري چې د ټولو پوځیانو شمېر یې ۴۰۰۰ ته رسیږي، خو په دې وروستیو کې د پوځي بودیجې د را ټیټېدلو له امله په یاده لوا کې د پوځیانو شمېر د کمولو خبرونه ور کړل شوي وه.

د پوځي سرچینو په وینا امریکايي پوځ ددې لوا د کمزوري کولو پر ځای د هغې څخه د کار اخیستلو پرېکړه کړې او په اړه به یې وروستی پریکړه د افغانستان د ماموریت وروسته کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د