دفلکي علومو لارښود (30) دمعیاري نصف النهار نه دمقامي نصف النهار (LTN) دجوړلو قانون

دلښکرګاه دښار جامع جومات

مفتي احسان اللّه

الوقت:

مقامي نصف النهار وقت یا (Local Time Of Noon: L.T. N):

دیو ملک دمعیاري طول دنصف النهار وقت، دټول ملک لپاره معیاري نصف النهار وي، په عامو جدولو کې دنصف النهار تر عنوان لاندي، دپوره ملک معیاري نصف النهار ذکر کیږي، دې ته به انګلش کې (لوکل ټایم آف نون) وايې، او که دیو خاص ځای نصف النهار معلومول اړین و، نو لږ نور عمل ته ضرورت شته چې تر سره يې کړو، تر څو دمقامي نصف النهار معلوم شي.

فایده:

دعوامو دمعمولاتو داساني لپاره دټول ملک په ساعتو کې دملک دمعیاري طول بلد وقت رائج وي، یعني که په هرات کې دغرمې 12:00 بجې وي، نو به جلال آباد او دملک په ټولو ښارو کې به ارومرو همدا 12:00 بجې وي، ځکه دا دملک معیاري طول سره سم دملک معیاري وقت دی، چې په انګلش کې ورته (اسټینډرډ ټائم: Standard Time) وايې.

البته که دیو خاص ځای وقت معلومول غواړو، نو دهغه لپاره لږ نور کار ته اړتیا ده، چې ويې کړو، هغه دا چې دمعیاري طول او دمقام مطلوبه دطولینو په منځ کې دتفریق په عمل سره فرق معلوم کړو، یعني معیاري طول به له مقامي طول نه منفي کړو، نتیجه به يې ددواړو طولینو په منځ کې مطلوبه فرق وي، فرق په څلور کې ضرب کړو، ځکه لمر له یو طول نه تر بل طول پوري په څلورو دقیقو کې رسیږي، نتیجه به يې دمعیاري طول البلد دوخت سره دمقامي طول البلد دوخت فرق وي.

مثلا:

دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ طول بلد 64 درجې دی، او دملک معیاري طول 67.5 دی، نو دقانون سره سم چې 67.5-64= 3.5 × 4= 14

په 27 داپریل معیاري نصف النهار پوره 12:00 بجې دي، او مارجه له معیاري نصف النهار سره 14 دقیقې فرق لري، نو پر 27 داپریل به په مارجه کې مقامي نصف النهار 12:14 دولس بجې او څولس دقیقې وي.

فایده:

که مقامي طول دمعیاري نه دمغرب خوا ته وي، نو مقامي وخت به له معیاري وخت نه وروسته او که مقامي له معیاري نه دمشرق لور ته وو، نو بیا به تر معیاري وخت مخته وي.

فایده:

نصف النهار هغه وخت دی، چې لمر پر خط زوال یا خط نصف النهار یا خط طول باندي برابر شي، او معیاري نصف النهار بیا دا دی، چې لمر دملک پر معیاري طول چې دافغانستان هغه 67.5 دی برابر شي، او د یو ځای له بل ځای سره دنصف النهار په وخت کې فرق همیشه یو شان وي، نو دمارجې دنصف النهار او دمعیاري نصف النهار په منځ کې به همیشه 14 دقیقې فرق وي.