خبرونه

ننګرهار : د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو جلال اباد ښار کې د ولسي شاعر محمد اخوند زاده دسلمې کالیزې په درناوي علمي – څېړنیز سیمینار جوړ شو .

په دې یو ورځني سيمينار کې د هېواد وتلو لیکوالو، شاعرانو او کره کتونکو ګډون کړی و، محمد اخوند زاده چې په خپلو دري او پښتو ځینو شعرونو کې غریب تخلص کوي، له ننه  پوره سل کاله وړاندې د ننګرهار په هسکه مېنه کې زېږېدلی دی.
یاد سیمینار دوه برخې درلودې، چې په لومړۍ برخه کې يې پیغامونه اوپه دویمه برخه کې يې مقالې او ویناوې واورول شوې.
د محمد اخوندزاده د فکراو قلم په اړه د ننګرهار داطلاعاتو اوکلتور ریس او رنګ صمیم، عبدالغفور لېوال، د کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون، د ننګرهار پوهنتون استاد محمد داود وفا او نورو خپلې مقالې واورولې.  
محمد اخوند زاده په ۱۲۹۲ لمریز کال کې د هسکې مېنې د ملایانو په کلي کې زوکړی و، دودیز علوم يې پلار وروښودلي و، محمد اخوندزاده په  ۱۳۵۵لمریزکال وفات شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x