fbpx
د انس بن مالک قبر

حضرت أنس ابن مالک ته به چي د تستر واقعه ياده شوه ژړل به يې

عبدالرحمن محمود
تستر د فارسيانو یوه عسکري أو محاربوي قلعه/ کَلاه. وه، مسلمانانو پوره یو نيم کال محاصره کړه، وروسته تر یو نیم کال د مسلمانانو لاس ته ولویده أو فتحه يې کړه، أو دا د هغه سخت ترينه فتوحاتو څخه وه چي مسلمانانو تر ډيري سختۍ أو جنګونو وروسته فتحه کړای شوه.

نو دا خو د خوشحالۍ حال وو نو بیا ولې حضرت أنس رض. ددې واقعې د یادولو سره ژړل؟

أصل قیصه داسي وه.

چي د سهار وخت لا نوو داخل شوی چي مسلمانان و دې کلا ته ور ننوتل، د مجاهدینو لښکر چي تعداد يې 30/زره ته رسيده، أو د فارسيانو لښکر چي تعداد يې يو نيم لک ته رسيده، لاس په لاس سره په جنګ شول، أو جنګ ډير زور واخيست، هر يوه په هره لحظه کي دا فکر کاوه چي د ژوند آخرې صحنه به يي وي، أو داسي مخلوط حالت وو چي بغير د تورو د پړقهارې بل هپڅ نه لیدل کیده، و بالآخره ددغه دروند أو رهيب موقف نه وروسته مجاهدین کامیاب سول، أو کلا فتحه شوه، کله چي د جنګ ګرد و غبار پورته شو أو هوا صافه شوه أو حواس و خپل عادي حالت ته را و ګرځيده، مسلمانانو ته ښکاره شوه چي لمر را ختلی دی أو د سهار لمونځ قضا شوی دی.

حضرت أنس ابن مالک رض، ته دا معلومه وه چي دا حالت د عذر وو، مجاهدین معذوره وه، أو په دي حالت کي هغوی د لمانځه پر پاته کیدلو نه مأخوذه کيږي، مګر بيا هم هغه ته د سهار لمانځه دومره أهمیت لاره أو د هغه التزام یې دومره درلوښت چي کله به يې د ” تستر ” واقعه په یاد شوه، أو خپل د سهار قضا شوی لمونځ به یې یاد شو نو تر سترګو به يې أوښکې رواني شوي أو ویل به يې { لقدضاعت مني صلاة الصبح، ما وددت أن لي الدنیا جميعا بهذه الصلاة} د سهار لمونځ را څخه ضائع شو، که ددي لمانځه په مقابل کي ماته ټوله دنیا را کول شي لابه هم په خوښ نه شم.

له همدې اخلاص أو رېښتونولۍ له أمله هغوی په هر ډګر کي فاتحين ول.

یا ألله جل جلاله، د هغوی پر نقش قدم تلل را نصيب کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د