شعـــــرونه

غزل/ ملا محمد مطمئن

ملا محمد مطمئن

ډار مو ترې نشته زولنو ته سلامي دریږو
حوصــله نه بایلو په عـزم یوسفي درېږو

ايمان مظبوط لرو سختیــو سره مينـه کوو
هــرې سختـــۍ ته په قوت ايماني درېږو

له ماشومتوبه د جهاد مسته جذبه کې یاستو
د شهادت سپېڅلي جام ته په سيالي درېږو

مونږه خو دار ته په مسکا او په خندا وردرومو
مرګي ته غېږه ورکوو په هرکلي درېږو

د مجاهد څومره ژوره خزانه ده خلکو
چې یو شهید شي په عوض یې څو زلمي درېږو

مونږ مطمئنه د الله(ج)سره سودا کړې ده
د رب حضور ته به سینه زخمي،زخمي درېږو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x