د څرخي پله پر زندانیانو څه تیریږي؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه 

له تیرو څو ورځو راهیسې د څرخي پله خواوشا ۳۰۰ تنه سیاسي بندیانو د خپلو مشروعو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د نه خوړلو اعتصاب پیل کړي او د زندان د چارواکو له لوري له د دوي سره د مناسب چلند په مقابل کې یې د اعتراض په غرض خولې ګنډلې.

له زندان څخه د ترلاسه شویو غیر تائید کړل شویو معلوماتو پر اساس تر اوسه د بندیانو په دې اعتصاب کې پنځو تنو بندیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمیر نور په اندښمن وضعیت کې روغتون ته وړل شوي.

که څه هم چې د هیواد په مرکزي محبس (څرخي پله ) کې د زندانیانو پر یاد اعتصاب او هلته د زندانیانو د مشروعو حقونو په ترپښو لاندې کولو دولتي چارواکي پټه خوله دي او کوښښ کوي یاده موضوع د رسنیو له خبري پوښښ څخه پټه وساتي، مګر بیا هم خپله د زندانیانو په شخصي هڅو سره د هغوی د اعتصاب خبر په ځینو محدودو خپلواکو رسنیو کې منعکس شوی او څوتنو مدني فعلانو ورباندې خپل تأثر ښودلی دی.

سره له دې چې په کابل کې د بشري حقونو پر خپلواک کمیسیون سر بیره په لسګونو نور د بشري حقونو مدافع سازمانونه ، خبري رسنۍ او همداراز مدني فعالان شتون لري خو نن ټولو د څرخې پله بندیانو په روان تشویشناک وضعیت او د هغوي په ترپښو لاندې شویو حقونو خاموشي غوره کړي.

د هیښتیا وړخبره داده چې ځینو رسنیو نن په خپلو مهمو خبرونو (headline ) کې په افغانستان کې د ځینو مرغانو د ژوند او د هغوی د نسل د ورکیدو په اړه تأثر ښکاره کړی خو په څرخي پله کې د ۳۰۰ اعتصاب کوونکو بندیانو په اړه یې سکوت اختیار کړی.

د ملي یووالي حکومت چې د ځان د آزادي د بیان تر ټولو ستر مدعي معرفي کوي نن یې له عدلي او قضايي ارګانونو رانیولې تر تبلیغاتي رسنیو پوري ټولو د څرخي پله زندانیانو په ځوروونکي وضعیت ګونګه روژه نیولې او غواړي په جبر او اکراه سره نورهم له خپلو حقوقو غوښتلو څخه د بندیانو غږ خاموش وساتي.
پښتانه متل کوي وای ((که شپه تاریکه ده هم خو مڼې په شمار دي.))

نن که حکومتي چارواکي په تیره د عدلي او قضايي ارګانونو مسؤلین او یاهم د بشري حقونو خپلواک کمیسون د څرخي پله د محبوسینو په روان ناورین اغماض کوي خو ولس ته هرڅه ښکاره او هغوی په همدې ښکاره واقعیتونو قضاوت کوي.

چراغ ظلم ظالم تادم محشر نمي سوزد … اګر سوزد شبي سوزد شبي دیګر نمي سوزد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د