په فیس بوک کې د فرانس د اولس مشر پاڼه هیک سوې ده

sarcozyنن ټکی آسیا: فرنسوي ورځپاڼي ویلي چې د فرانس د اولس مشر نیکولا سرکوزي صفحه په فیس بوک د هیکرانو له خوا هیک شوې.
او دده پر پاڼی لیکل شوي چې ګواکي دی به په راتلونکي انتخاباتو کې چې په کال 2012 کې تر سره کیږي، ددوهم ځل اولس مشر لپاره ګډون ونه کړي.
په نشر سوي اعلامیی کي راغلي وه: ای زما ګرانو وطنوالو، زمونږ د هیواد د استثنايي حالتو له وجي ما په خپل کامل ادراک او حواسو دا فیصله وکړه چې په راتلونکي انتخاباتو کې به زه ګډون نه کوم.
15 دقیقې وروسته دا مالومه سول چې د سرکوزي له خوا خپره شوې دا اعلامیه په اصل کې د هغو هیکرانو له خوا وه چې دده پاڼه یې هیک کړې وه.
کله چې سرکوزی په دغه اعلامیی خبر سو دستي یې ددغه خبر انکار وکړی او اعلان یې کړه چې دده پاڼه هیک سوې ده.
ویل کیږي چې د سرکوزی نور اکاونټونه مخکي هم څو وار د هیکرانو له خوا هیک سوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.