افغانستانخبرونه

د هیواد په ختیځ کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو سرتیری ووژل شو

نن ټکی آسیا (شنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۶ل ):  د امریکا د سپیشل فورس یا ځانګړو ځواکونو یو سرتیری نن د افغانستان په ختیځ کې د عملیاتو پرمهال ووژل شو.

د امریکا د سمندري قواؤو د قومندان Captain Bill Salvin په حواله د ناټو ځواکونو رسمي ټویټرپاڼې ولیکل چې نن د ورځي ناوخته د هیواد په ختیځ د ننګرهار په آچین ولسوالۍ کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری په داسی حال کې ووژل شو چې د وسلوالو مخالفینو پرضد یې په عملیاتو کې ګډون درلود .

د امریکایي سرتیري د وژلو او د پیښې په اړه نور جزئیات تراوسه نه دی څرګند شوی خو د امریکایی جنرال له خولي ویل شوي چې وروسته به د وژل شوي سرتیري او د پیښې په اړه له رسنیو سره مالومات شریک کړل شي.

بل پلو وسلوالو مخالفینو او افغان حکومت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

د یادوني وړ ده چې نن د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د روان کال په جریان کې به افغانستان ته  ۱۵۰۰ نورو تازه دمه سرتیري را ولیږي. ترڅو افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندي لا نورو جګړو ته وهڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x