دیني، سیرت او تاریخ

ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم صرف د عربو لپاره وو؟

عبدالغفار جُبير

سوال: په یوه ایات کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و خپل قوم ته لېږل شویدی، او په بل ایات کي راځي چي رسول الله نړیوال پېغمبر او ټولو ته رالېږل شوی یم، ایا دغه دوه مبارک ایاتونه سره ټکر نه دي؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

په قرانکریم کي راغلي دي :

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِۦ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
(سورت ابراهیم: ۴)

ژباړه:اوموږ هیڅ یو رسول نه دی لېږلی خو دهغه قوم په ژبه څو چي (حقیقت) دوی ته روښانه کړي، نو الله هغه څوک چي وغواړي لار ورکی کوي یې او هغه څوک چي وغواړي ورته لارښوونه کوي او دی د ستر ځواک ا و حکمت خاوندی دی.

ددې ایات د نزول وجه داوه چي کله وحي شروع سوې نو مشرکینو به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ویل چي ستا ژبه عربي ده، په قوم عرب یې نو کېدای سي چي دغه قرآنکریم الهي وحي نه وي، او تا خپله لیکلی وي، الله رب العزت د مشرکینو د شبهې د پورته کولو لپاره دغه ایات نازل کړل، چي الله ورته وايي چي ما هر قوم ته نبي د هغه قوم څخه د هغه قوم په ژبه سره نازل کړیدی.

۱: الله رب العزت یوه قاعده بیانوي، هغه دا چي هر نبي چي و کوم قوم ته راغلی دی هغه د هغه قوم په ژبه سره راغلی دی، یعني تورات په عبراني ژبه سره وو، خاص و بني اسرائیلو ته او د اسرائیلو ژبه عبراني وه، انجیل په سریاني ژبه سره وو، چي په دغه وخت کي یهودو په سریاني ژبه سره خبرې کولې، او قرآنکریم په عربي باندي نازل شو، دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د عربو ا و بیا د قریشو د قوم څخه دي نو ځکه یې قرآنکریم هم په عربي ژبه سره نازل کړ.

۲: نور پېغمبران علیهم السلام به صرف تر خپل قوم پوري محدود وه خو د اسلام ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم نړیوال پېغمبر دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم راتګ او قرآنکریم په عربي ژبه سره ددې مطلب دا نه دی چي دی صلی الله علیه وسلم صرف د عربو لپاره راغلی دی، دا چي ولي اخري پېغمبر صلی الله علیه وسلم عربي او اخري وحی عربې شوې دا د عربي ژبې پر فضیلت باندي دلالت کوي، چي رڼا به ورباندي واچول شي.

۳: رسول الله صلی الله علیه وسلم نړیوال پېغمبر دی

په سورت الاعراف کي راځي:
[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 158]

قُلْ يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ إِنِّى رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا
(سورت الاعراف: ۱۵۸)

ژباړه: ووایه (ای محمده!) اې خلکو بې شکه زه ستاسي ټولو لپاره د الله رسول یم.

سوال: په یوه ایات کي راغلي دي چي هر نبي د خپل قوم په ژبه سره راغلی دی، او په بل ایات کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي چي زه و ټوله انسانیت ته راغلی یم، ایا دا ټکر نه دی؟

حضرت شاه ولی الله محدث دهلوي رحمة الله علیه پخپل کتاب (تفهیمات الهیه) کي دغه سوال داسي ځوابوي:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت پر دوه ډوله دئ، لومړی و قریشو ته ولېږل شو، چي په همدې لحاظ سره رسول الله صلی الله علیه وسلم قومي نبي دئ، دوهم رسالت یې د قریشو څخه وروسته نړیوال رسالت دئ چي په دې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم نړیوال نبي سو، چي پر دې نړیوال رسالت باندي د قرانکریم دغه ایات سته:

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 143] وَكَذٰلِكَ جَعَلْنٰكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَآءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا
((سورت البقره: ۱۴۳)

ژباړه: او په دې توګه موږ تاسي غوره امت وګرځولاست، چي پر خلکو شاهدان شئ او رسول پر تاسي شاهد وي.

په دغه ایات کي د شهید معنا معلم او استاد دئ، چي مطلب یې دادئ چي ای جنس انسانانو دغه رسول ستاسو ټولو معلم دئ.

۴: په دې دوو مبارکو ایاتو کي هیڅ ټکر نسته، داچي نبي کریم صلی الله علیه وسلم عرب وو، د اهل جنت ژبه عربي ده، له دې څخه علاوه عربي ژبه خپل ځانته ځانګړتیاوي لري، له همدې کبله قرآنکریم په عربي ژبه نازل شو، قرآنکریم دوه نزوله لري، په یوه ژبه چي عربي ده، په نړیوالو ژبو سره چي هغه یې ژباړه ده، داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم عرب وو، او عربي ژبه پر ټولو ژبو باندي فضیلت لري، له همدې کبله په عربي نازل سو.

۵: قوم خاص دئ که هغه نسبي وو او که غیر نسبي، او امت عام دئ، دا چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم نسبت و خپل قوم ته سویدئ له دې څخه مطلب دا نه دئ چي امت ورڅخه نفی سو، بلکې
قوم خپل ځانته او امت خپل ځانته دئ.

۶: د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو پېغمبرانو تر منځ توپیر دادئ چي د مخکنیو پېغمبرانو قوم او امت یو وو،یعني حضرت موسی علیه السلام د بني اسرائیلو له قوم څخه وو او صرف بني اسرائیلو ته وو، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم قوم خاص او امت یې عام دئ.

۷: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته په دې بلسان قومه استعمال شو چي دی تر ټولو لومړی خپل قوم ته راغئ لکه په قرآنکریم کي یې بیان سویدي:

[سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 214]

وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ
( (سورت الشعرآء: ۲۱۴)
ژباړه: او خپل ډېر نژدې خپلوان ووېروه.]

وَهٰذَا كِتٰبٌ أَنزَلْنٰهُ مُبَارَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرٰى وَمَنْ حَوْلَهَا
( (سورت الانعام: ۹۲)
ژباړه: او ددې لپاره چي د ام القری (مکې معظمې) او تر هغې چاپیر خلک ووېروئ.
لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّآ أُنذِرَ ءَابَآؤُهُمْ فَهُمْ غٰفِلُون
(سورت یس: ۶)

ژباړه: څو داسي یو قوم ووېروئ چي د هغوی پلرونه نه دي وېرول شي،نو دوی غافلان دي.

په لومړي ایات کي صرف د نژدې دوستانو او قریبانو لپاره د تبلیغ حکم وسو، په دوهم ایات کي و ټوله اهل مکې او شاوخوا قومونو ته د تبلیغ حکم وسو او په دریم ایات کي و ټولو عربو ته د تبلیغ حکم سو.

که یو څوک دغه لومړی ایات (سورت الشعرآء: ۲۱۴) دلیل و ګرځوي چي په دغه مبارک ایات کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم صرف و خپلې کورنۍ ته راغلی دی، نو دا بې مفهومه ده، دا ځکه چي هر ایات پخپل ځای باندي خپل حکم لري، دلته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و خپل قوم ته راغلی دی، دا خپل وخت وو، او کله چي داسلام شغلې پراخي شوې بیا رسالت یو نړیوال رسالت سو، د مبارکو ایاتو په منځ کي هیڅ ټکر او تعارض نشته.

۸: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چي ماته داسي پنځه شیان راکړل سویدي چي مخکي یوه نبي ته هم نه دي ورکړل شوي، زما لپاره ټوله مځکه پاکه او مسجد دی، و ماته د غنیمت مال حلال کړل سویدی، و ماته شفاعت کبری راکول سویدی، هر نبي صرف و خپل قوم ته راغلی دی او زه و ټولو خلکو ته راغلی یم، ټوله میاشت به زما رعب وي او زما پوره مرسته به کیږي.

مأخذونه:
(تفسیر مظهري:۵/ ۲۵۳، ۲۵۴ ، مواهب الرحمن ۱۳/ ۲۸۵، ۲۸۸، تفسیر معالم العرفان ۱۱/ ۱۹۴، ۱۹۵، احسن البیان فی تفسیر القرآن ۵/ ۱۴، کمالین شرح جلالین ۳/ ۲۰۴، ۲۰۵، تفسیر عثمانی ۲/ ۱۳ پاره، تفسیر ابن کثیر پاره: ۱۳، بیان القرآن ۲/ ۲۹۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x