نظــر

اشرف غني او اتمر ولې له حکمتیار سره د سولې په موافقه سخت پښیمان دي ؟

نعیم نظامي

له څه مودې راپدیخوا په رسنیو کې داسې راپورونه  ورکول کیږي چې اشرف غني او خلقي ټيم یې چې مشري یې اتمرکوي  له حکمتیار سره د سولې په تړون سخت پښیمانه دي، له همدې امله یې په پلي کولو کې زړه نا زړه دي او ناغیړي پکې کوي  دا چې  ولې  ځینې باوري استخباراتي سرچینې يې لاندې عوامل په ګوته کوي .

۱ـ د ګډ حکومت اجرایه رئیس ډاکتر عبدالله ،استاد سیاف او د  ملي امنیت پخوانی رئیس په پرله پسې ډول په پټو ناستو کې اشرف غني ته  داسې ذهنیت ورکوي چې که حکمتیار راغی  ستا له امکاناتوڅخه  به استفاده وکړي ، ځان به مترح کړي ، په ځانګړې توګه پښتانه به په ځان راټول کړي او ستا سیاسي راتلونکی به په خطرکې  ولویږي او هم به په حکومت کې له خپل موجود نفوذ څخه په استفادې پټو دسیسو ته لمن ووهي ، څرنګه  چې اشرف غني د سیاسي مسایلو په اړه په خپل موقیف کې په تذلذل او بې ثباتۍ مشهور دی له همدې امله د خپل عادت له مخې د حکمتیار سره د سولې په موافقه کې شک ورته پیدا شوی،په پلې کولو کې يې زړه نا زړه دی او سوستې پکې کوي .

۲ـ د روسانو او ایرانیانو په اشاره ( شورای نظار) او حزب وحدت د پخوانیو پرچمیانوپه  مرسته اتمر په دې قانع کړی چې د سولې په موافقه کې د اشرف غني د خلقي ټيم سیاسي نه جبرانیدونکی زیان دی او داسې استدلال یې ورته کړی چې خلقیان په ولس کې ملاتړ نه لري او حکمتیار په ولس  کې یو څه ځای لري ، نو که چیرې حکمتیار راشي خلقیان چې اوس له سیکولرانو سره یو ځای د پښتنو په سر کې قرار لري موقف به يې کمزوری او حکمتیار به دغه موقف  خپل کړي .

۳ـ د شورای نظار ځانګړو استخباراتو د سیمې د ځینو هیوادونو د استخباراتو په مرسته داسې درواغجن استخباراتي  اسناد برابر کړي او امریکایانو ته یې وړاندې کړي دي چې دا پکې ښودل شوی چې د حزب ځیني غړي په کابل کې د طالبانو او داعش ځینې بریدونو ته زمینه برابروي  او پټې اړیکې ورسره لري ، امریکایانو دغه اطلاعات اشرف غني ته پر میز ایښي او ترې غوښتي يې دي چې له حکمتیار سره د سولې د تړون په پرمخ  بیولو کې محتاط اووسي، د شورای نظار د استخباراتو دغه  کار ددي سبب شوی دی چې اشرف غني له حکمتیار سره د سولې په تړون پښیمانه شي او د سولې په تړون کې د حکمتیار په صداقت بې باوره شي ، سرچینه زیاتوي چې د حکمتیار پلویان په دې هڅه کې دي چې د ترکې او سعودي عربستان او ځینو نورو هیوادونو له لاري امریکایانو ته تضمین ورکړي او باور یې بیرته  تر لاسه کړي ، د شنونکو له انده هره ګړي د دې خطر شته چې اشرف غنی له حکمتیار سره خپل تړون په نه اعلان شوي ډول فسخ کړي او له پاکستان څخه د حکمتیار تګ پلازمینې کابل ته وځنډیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x