writing

اروا څه ده؟ اوومه برخه

پر اروا اغېزې
    
نړۍ ته نوى راغلى ماشوم په پوره توګه پاک او بې تجربې وي، له هغه سره عقل او ادراک وي، خو د يوې قوې په توګه. دغه قوه په مادې نړۍ کې په کارېږي او بالقوه عقل په بالفعل عقل بدلېږي.او همدارنګه د ادراک قوه هم فاعله ګرځي. خو دغه هرڅه ترډېره بريده له چاپېرياله اخلي.د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارک حديث شريف هم پر دې ښکاره دلالت کوي، چې حتى د انسان په ايمان کې هم چاپېريال دومره اغېزه کولاى شي چې له يوه باوره يې بل باور ته اړولاى شي.

 

    ځکه خو نو پر اروا باندې باندينۍ نړۍ ډېراغېزه کوي.ځينې پوهان وايي چې اصلاً همدغه انسان دى چې چاپېريال يې جوړکړى، خو نور بيا انسان د چاپېريال په غېږه کې پيداشوى ګڼي. موږ پر دې باور يو چې چاپېريال د انساني کړنو،کلتورونو او باورونو ټولګې ته وايي. نو چاپېريال د انسان په شتون چاپېريال بلل کېږي. او پر يوانسان  د بل انسان يا ټولنې چې د ده چاپيريال څخه دى، راشه درشه او اړيکه اغېزه کوي.

    دغه اغېزه د انسان پر ډانچه نه، بلکې پر اروا باندې وي،او اروا له مادياتو نه، بلکې په مادياتو کې له پټو معنوياتو اغېزمنېږي. د بد چاپېريال بده او د ښه چاپېريال ښه اغېزه وي. که له افغانستان څخه يو دوه کلن ماشوم کاناډا ته يووړل شي، شل کاله وروسته به هغه يو افغان نه بلکې، کاناډايي وي. دغه اغېزه که د هغه له ډانچې هرڅومره لرې کړى شي،خو په ارواکې به يې نغښتې وي.

    د چاپېريال پر اغېزه سربېره ډېرى ارواپوهان ارثي ځانګړنې هم پر اراو باندې اغېزه کونکې بولي. د راواپوهانو له نظره د مور و پلار کړنې، ځانګړنې او خويونه ډېر_لږ په اولاد کې ځکه لېدل کېږي چې ارثيت موجود وي. مګر زه په خپله پردې باور يم چې په اولاد کې د مور و پلار د ځانګړنو، کړنو او خويونو لږ_ډېر شتون ځکه وي، چې همدغه مور وپلار د اولاد د چاپيريال غړي وي او دغه اغېزې ارثي نه، بلکې چاپېريالي وي.

    اما له بيولوژيکي پلوه د اولاد په ډانچه کې د مور و پلارد نښو نښانو شتون ارثي سبب لري. لکه: د ونې جګوالى يا ټيټوالى، د سترګو رنګ او…مګر ډانچه هيڅکله هم د اروا په ځانګړنو باندې اغېزه نه شي کولاى. د استاد رازمحمد فيضي په چپټرکې يادونه شوې وه: که د انسان مغز ضربه وخوري رواني حالت يې ګډو ډېږي.

    د يادولو دى چې په نوموړي چپټرکې د ديکارت له نظره مغز د اروا مادي غړى بلل شوى. ځکه خو دوى وايي چې که د انسان مغز ضربه وخوري نو اروايي حالت يې خرابېږي. په داسې حال کې چې که د انسان مغز په ټوله معنا له منځه يووړل شي، حتى که انسان ومري، په اروايي حالت کې يې توپير نه راځي.

دا چې يو لېونى سم درک نه شي کولاى، يا ګډې وډې وايي، دغه يې د حواسو د ناسم درک له امله دي،او دغه ناسم درک ځينې په اروايي حالت اطلاق کوي. په داسې حال کې چې د اروا خپل حالت د ډانچې د ننه دى، هغه کولاى شي د باندې هم تاسې ته سم حالت درښکاره کړي، خو د حواسو غړي ناسم معلومات ورکوي او هغه د حواسو له ناسم درک سره سم تاسې ته هماغه رنګ حالت درښکاره کوي.

    ځينې هغه خلک چې موږ يې اروايي ناروغان بولو، په دې معنا نه دى چې د هغوى اروا ناروغه ده، بلکې د هغوى حواس سم نه وي، ځکه خو د هرڅه په وړاندې هغسې عکس العمل ښيي څرنګه يې چې اخېستنه کړې وي.فرضاً: د يو چا يو نږدې خپلوان مري، هغه يې په غم کې دومره غمجن کېږي چې په هر دېوال ورته دهغه شکل ښکارېږي، هغه وېرېږي اوتل خپه وي. د دغسې چا اروا ته دغسې معلومات ورکول کېږي. د دې کس ټول حواس د مړه شوي خپلوان په غم کې بوخت وي، اروا ته پرلپسې يوا ځې د هغه اړوند پېښې ور رسېږي. او هغه هم پرلپسې د رسېدليو معلوماتو پربنسټ غبرګون ښيي.
پاتې لري…

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د