شعـــــرونه

بندی اشنا/ قائد افغان

قائدافغان

ستاپه لاس ولچکونه اشنا
داښایسته مړوندونه اشنا

چه ولچک زدوولی دی یاره
ستالاسـونه فرهرونه اشنا

دتاریخ په ټنډه لکل کیږی
تری جـوړیـږی بابونه اشنا

خـیـرده ازادی بـه مـومـی
ماتـیږی بـه زندانونه اشنا

ددیـن پـه سـربـنـدی یـاره
پکی شته ډیراجرونه اشنا

حـوصـلـه مـاتـه نکړی یاره
شــتـه لا پـــړاوونـــه اشنا

ازادی مـات سـرونه غواړی
ډیرڅـیری ګـریوانونه اشنا

ایمان دی مظبوته ورته لا
ساته حوصلی غرونه اشنا

غلیم زوریږی ستا ایمان ته
پـرتـاصــد افـریـنونـه اشنا

ډیربه وغواړی دزلموسرونه
ازادی دویـنـوخــالونه اشنا

ًًقائده لاړی دقلم خبری لاړی
مـاتـووبـه محـبسـونـه اشنا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x