ټولنیزه برخه

اصلاحي او عالمانه ويناوې

احمد جنيد مبارز

غرور
_ غرور او لویي د عقل لپاره یو افت دی .
_ لوی مي کړې لویي را مه کړې .
_ مغرور او متکبر ته نصیحت مه کوئ .
_ له متکبرینو سره تکبر او لویي کول صدقه ده .

انتقام
_ انتقام د وحشیانه انصاف دوهم نوم دی .
_ څوک چي انتقام نه اخلي هغه په ډېرو درجو له خپل دښمن څخه غوره او بهتر وی .
_ څوک چي د انتقام جذبه په زړه کي لري هغه په خپل لاس خپل زړه زخمي کوي .
_ په انتقام اخیستنه کي تلوار کول انتهایي رذالت دی .

ظلم
_ د ظالم او تیري کوونکي په مرګ خپګان څرګندول هم ظلم او تیری دی .
_ د مظلوم له ښرا څخه ځان وژغورئ ځکه هغه د اور د شغلې په شان د اسمان لور ته پورته کیږي .
_ د ظالمانو بخښل په مظلومانو تېری دی.

ساز او موسیقي
_ ساز او سندري د روح غذا نه بلکي د زړه او روح وژل دي .
_ د سندرو پیل د شیطان لخوا دی ، پای او عاقبت یې د الله تعالی قهر او غصه ده .
_ زما له امت څخه به خامخا داسي قومونه وي چي زنا،ورېښم، شراب ،سندري او د موسیقۍ الات به حلال ګڼي .
حضرت محمد ‘ صلی الله علیه وسلم ‘

اوډن : احمدجنیدمبارز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

وَقَالُوْا لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلاَّ أَيَّاماً مَّعْدُوْدَةً قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللهِ عَهْدًا فَلَنْ يُخْلِفَ اللهُ عَهْدَهُ أَمْ تَقُوْلُوْنَ عَلَى اللهِ مَا لاَ تَعْلَمُوْن.۸۰-۲(سوره البقره)معنی:اوهغوی وایی هرګزبه نه رسی موږته اورمګریوڅوورځی دشمیرووایه آیااخستی ده تاسودخدای نه څه وعده چه هیڅ کله به خلاف نه کوی الله دخپلی وعدی یاوایۍ په الله باندی هغه څه چه تاسوپری نه پوهیږۍ. بَلَى مَن كَسَبَ سَيِّئَةً وَ أَحَاطَتْ بِهِ خَطِيْئَتُهُ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيْهَا خلدون.۸۱ ولی نه چاچه وکړه څه ګناه اوراوه نیوۍ هغه ګناه پس هغوی دی اوسیدونکی ددوږخ هغوی به په هغی کی همیشه وی. وَ الَّذِيْنَ آمَنُوْا وَ عَمِلُوْا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

انتقام اخستل وحشت نه دۍ باید قرآن کریم په ترجمه وه وایی بیاددین په باره کی تبلیغ وکی بغیر دهغه به دی بدعت کړۍ وی چه بدعت لوګناه ده.الله په قرآن کی فرمایی:
وَ الَّذِینَ إِذا أَصابَهُمُ الْبَغْىُ هُمْ یَنْتَصِرُونَ.آیات۳۹سوره۴۲-الشوری
اوهغه خلک چه هرکله ورسیږی دوی ته ظلم نودی بدله اخلی
وَ جَزاءُ سَیِّئَة سَیِّئَةٌ مِثْلُها فَمَنْ عَفا وَ أَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ لایُحِبُّ الظّالِمِینَ.۴۰
اوبدله دبدۍ بدی ده په شان دهغی پس څوک چه معافی وکړی او اصلاح وکړی نو دده اجر پرالله دۍ بیشکه دۍنه خوښوی ظالمان.

افغان

اڅکزی صاحب ! ستاسی لمړی تبصره په ځای مګر د پورتنی لیکنی سره اړوند نه لری . دوهمه تبصری کی د غچ اخستنی خبره دی زه تاییدوم ، چه انتقام اخستل وحشت نه دی ، مګر په دی اړه لری چه څه ډول انتقام اخستل ، د مسلمانانو دننه غچ اخستنی څخه بخښنی ته ترچیج ورکړی شوی غچ اخستنه د هغه شخص حق او بخشنه کول ورته بی کچی ثوابونه دی، مګر د کفارو او د دین د دشمنانو سره که جنګونه وی ستاسی خاوره او خپلواکی یی خپله کړی وی د هغو د پاره غچ اخستنه نه یواځی اړینه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x