افغانستانخبرونه

لغمان: امنيتي ځواکونو د خلکو د تګ راتګ لوی پل الوزولی

نن ټکی آسیا (یکشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۶ل ):  د سیمي د اوسیدونکو په حواله راپورونه وایی چې د قومندان شریف په نوم د لغمان د ملي امنیت مرستیال د عامو خلکو پرمخ د تگ راتگ هغه پل په بمونو الوزولی چې د علیشنگ د سلطان خیلو کلي سره جوړ شوی و.
سیمه ایز خلک وایی چې یاد پل د عليشنګ او مهترلام تر منځ د غزېدلې لارې پر سر د لرګيو په مت جوړ شوی و.
د امنیتی ځواکونو دغه قومندان ویلي چی پل یې له دې کبله نړولی چی طالبان هم کله ناکله پر دې لاره تگ راتگ کوي او مهترلام ته څیرمه پر امنیتی ځواکونو غلچکي بریدونه ترسره کوی.
کليوال وايي چی نوموړي قومندان هغه خلک وهلي چې د پل نه نړېدو يې ورته ويلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x