دیني، سیرت او تاریخ

بې عنوانه!!! پنځمه کړۍ

د رسول الله صلی الله علیه وسلم تواضع

په یوه حدیث کې حضرت انس فرمایلي دي:

(( کله به چې چا له رسول اکرم صلي الله علیه وسلم له چاسره ستړي مشي(مصافحه) کوله نو تر هغې به یې لاس نه راښکه، چې تر څو به هغه بل شخص خپل لاس نه وو کش کړی. او خپل مخ به یې تر هغې بل خوا نه اړوه، تر څو به چې بل کس خپل مخ نه وو اړولی. چې په مجلس کې به له چا سره یو ځای  کېناست، نو تر هغې به یې خپله ګوڼده مبارکه نه پورته کوله، ترڅو به نور خلک پورته شوي نه وو. یعنې مخکې به نه پورته کېده.))۲۳

په ځینو روایاتو کې راځي، چې په اول کې به رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له خلکو سره یو ځای کېناست، او له خلکو سره به ګونډه په ګونډه کېناست، نه یې کوم امتیازي ځای جوړ کړی وو، او نه له نورو پورته کېناست. خو وروسته به چې کوم پردې او مسافر څوک راغی، نو رسول اکرم به له خلکو سره یو ځای ناست وو، او نه به یې پېژانده او یا به په پېژندلو کې په تکلیف کېده. هغه ته به پته نه لګېده، چې په دوی کې رسول الله کوم یو دی. کله کله به چې خلک زیات شول، نو ډېرو خلکو  ته به د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیارت او دیدن نه په نصیب کېده، خو ټولو خلکو غوښتل، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک دیدن وکړي.

نو… مبارکو اصحابو کرامو له حضور اکرم صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه، چې:
(( یا رسول الله! تاسو ته به کوم اوچت ځای جوړ کړو، چې تاسو به په هغه کېنئ، چې راتلونکو او مسافرو خلکو ته ښکاره شي، او ټول خلک ستاسو په مبارک زیارت مشرف شي، او د خبرو په اورېدلو کې هم اساني او سهولت پیدا شي.)) په دې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړه، چې هغوی ورته یوه څوکۍ جوړه کړه، چې په هغې به رسول الله صلی الله علیه وسلم کېناسته او خبرې به یې کولې…۲۴

د جذباتومعامله( احساساتي معامله)

د احد غزا د خپلې سختي او شدت له امله له ډېرو تاریخي غزاګانو څخه شمېرل کېږي. دا غزا له څو لورو د اهمیت وړ ده. د دې یوه ځانګړنه دا وه، چې دا یوه لویه ازموینه وه، ددې غزا یوه لویه ځانګړنه دا وه، چې کله د حق او باطل تر منځ جګړه ښه په شدت روانه وه، نو یوه مشهوره واقعه وشوه.
حضرت ابودجانه د حضور صلی الله علیه وسلم مخې ته راغی، او عرض یې وکړ: (( اې د الله رسوله! ددې تورې حق اداء کول څه دي؟))

رسول اکرم ورته وفرمایل: (( په دې دښمن ووهه، تر دې چې هغه کوږ ووږ شي.)) حضرت ابودجانه بیا عرض وکړ ویې ویل: یا رسول الله دا توره ددې حق سره اخلم، او حق یې ادا کوم. نو رسول اکرم ورته هغه توره ډالۍ کړه.))

حضرت ابودجانه رض توره واخسته او روان شو. په سر یې د سره رنګ پګړۍ وتړله، او له مرګ بې ډاره جګړې ته ور داخل شو. هغه په ډېر ډاډ او مېړانه جګړه کوله.۲۵

په دې وخت کې یوه حیرانونکي او عجیبه پېښه وشوه، هغه یې په خپله بیانوي: (( ما ولیدل چې یو کس په ډېره مېړانه د خلکو په صفونو کې په جګړه بوخت دی، هرې خواته خلک وژني، کله چې ما ځان د هغه شخص خواته ورسوه، توره مې پورته کړه؛ نو یو ناڅاپه یې غږ کړ، ومې لیدل، چې ښځه ده. په دې وخت کې( زما جګ شوی لاس) ګوزار ونه کړ، او ودرېد. ما د رسول الله توره د کومې زنانه(ښځې) له وینو پاکه وساتله. ۲۶

هغه ښځه هند بن عتبه وه. یو وخت یو بل صحابي د حضرت ابو دجانه په قول، چې توره یې پورته شوې وه، او هغوی بیا په دغه وخت کې خپله توره له ښځې څخه لرې کړه، دا ډېر نازک او کم وخت وي، په داسې وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر( ښځې، ماشومان او بوډاګان مه وژنئ) په یاد ساتل لویه خبره ده. بیا له تیکي د ویستلې تورې او هغه هم په دښمن د پورته شوې تورې په تیکي کې کول، په داسې حال کې چې مخې ته د لوی دښمن لښکر ولاړ وي، او د جنګ صحنه سمه توده وي، توره په وینو رنګ وي، او دښمن هم په همدې هیله راغلی وي، چې نن به د مسلمانانو بیخ او سټه له منځه وباسو، په عامو حالاتو کې څه خبره نه ده، خو په داسې حالاتو کې یوازې د رسول اکرم اصحاب کرام دا کار کولی شي.۲۷

ګټه: (فایده):
له دې کیسې څخه دا نتیجه په لاس راځي، چې د خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم اصحابان څومره د رسول اکرم د امر او لارښوونې منونکي وو. د رسول الله اصحابو خپلې جذبې څومره د خپل دین او پېغمبر له پاره سمبالولی شوې. هغوی په اسلامي اخلاقو او عاداتو روزل شوي وو، د هغوی په زړه او ذهن کې اسلامي تعلیمات او لارښوونې په پوره توګه ننوتې وې، خپل جذبات یې له اسلام او مسلمانانو څخه قربان او هغو ته یې دویمه درجه ورکړې وه. هغوی په ډېر سخت او تنګ وخت کې هم په سړه سینه او د اسلامي اصولو سره سمه پرېکړه کولی شوه، هغوی د غوسې او جګړې په وخت کې هم د اسلامي اصولو او لارښوونو ډېر زیات خیال ساته. دا د هغوی دایمان له ټولو ښه ځانګړنه وه، او دا اعمال او کارونه یې په ازموینه او امتحان کې د کامیابېدو وسیله او ذریعه وه.

بې چاره شېدې

د انور خوله پړسېدلې وه، د ښوونځي د سبق په وخت کې خو چا ترې پوښتنه ونه کړه. په ښوونځي کې د سبق څخه وروسته کله چې تفریح شوه، نو ملګرو را ایسار کړ، ورته ویې ویل: لکه چې نن یې په کور کې ښه پړسولی یې؟ ځکه دې خوله پړسېدلې ده.
انور هیڅ ځواب ورنه کړ، اخوا دیخوا یې کتل پیل کړل.
(( وګوره انډېواله! داسې خو دې نه پرېږدو، حال به راته وایې؟
تر څو يې چې ونه وایې، نو مونږ به دلته ولاړ یو، تر دې چې د تفریح وخت ختم شي.))

(( ښه ده یارانو! درته وبه یې وایم، څه ځانګړې خبره نه ده، د شپې له ویده کېدو څخه مخکې مې مور وویل: په اشپزخانه کې شېدې ایښې دي، په فریج(یخچال) کې یې کېږده، چې خرابې نه شي.))

ما خو مې مور ته وویل، چې ښه ده، مورې! خو په یخچال کې شېدې ایښودل رانه هېر شول. سهار مې چې مور را ویښه شوه، نو چې ویې کتل، د شیدو لوښی څه ډول چې بېګا ایښی وو، په هم هغه ډول پروت وو. تاسو خو پوهېږئ، چې اوس د ګرمۍ موسم دی، نو شېدې خرابې شوې وې. مور مې غوسه شوه، سهار یې راته یو څه تندې خبرې وکړې، او یو دوه څپېړې یې هم راکړې، بس له هم هغه وخت څخه لږه اندازه خپه یم. حیران یم، چې شیدې په یخچال کې کېښودل نه شي، نو ولې خرابېږي؟ تاسو څوک څه ویلی شئ… چې شیدې ولې خرابېږي؟

ټولو یو بل ته وکتل، دننه په ټولګي کې استاد ددوی خبرې اورېدې، ورغږ یې کړ، او ټول یې ټولګي ته ور وغوښتل. ویې ویل: (( ورونو دلته راشئ، زه درته وایم، چې شیدې ولې خرابېږي…؟))

ټول حیران شول، او بیا ټولګي ته ننوتل. کله چې ټول په خپل خپل ځای کېناستل، نو په دې وخت کې استاد وویل: (( دا معاملې له ټولو سره کېږي، او دا کارونه ټولو ته پېښېږي. کله چې څه رانه په یخچال کې ایښودل هېر شي، نو هغه خرابېږي. په حقیقت کې چې کله مونږ شیدې او نور شیان له لسو تر پنځلسو سانتي ګرېډ درجو پورې وساتو، نو په هغو کې بکتریا وده نه شي کولای، نو په دې ترتیب شیدې او نور شیان نه خرابېږي. او کله چې په اشپزخانه کې هر څه رانه هېر شي، نو هلته د ګرمۍ اندازه زیاته وي، نو چې هر څه وي خرابېږي. چېرته چې ګرمۍ زیاته وي، په شیدو او نورو خوراکونو او شیانو کې بکتریا وده کوي، او هغه خرابېږي، او مور او پلار سړي رټي او کله کله یې وهي.

(( مګر ښاغلیه! مونږ خو اورېدلي دي، چې بکتریا انسان ته زیان نه رسوي، دا پوښتنه فاروق وکړه.))
(( هو! دا خبره سمه ده، چې ځینې بکتریاوې زمونږ په ګټه دي، خو ځینې بکتریاوې زمونږ، ځناورو او زمونږ د خوراکونو لپاره ډېرې زیانمنې دي. په دې توګه زمونږ د خوراک څښاک، د اغوستلو شیان خرابوي، همدارنګه د سړو په موسم کې د حرارت درجه کمېږي، نو د بکتریاوو اغېزه ډېره کمېږي.))

استاد دا وویل، او له ټولګي ووت. اوس ټول ټولګیوال په دې خبره پوه شوې وو، چې شیدې ولې خرابېږي.
پاتې لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x