نړۍ

مصر: په کلیسا کې چاودنې ۲۱ تنه وژلي دي

نن ټکی آسیا (یکشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۶ل): د مصر د پلازمینې قاهره ښار په شمال کې په یوه کلیسا کې چاودنې ۲۱ تنه وژلي دي او په لسګونو یې نور ټپيان کړي دي.

چاودنه د مصر په طنطا ښار کې د قبطي نصرانیانو په چرچ کې دننه هغه مهال را منځته شوې چې هلته د یک شنبې د ورځي د نصرانیانو لمونځ روان وو.

طنطا ښار د قاهرې څخه ۱۲۰ کیلو میټره شمال ته موقعیت لري.

ویل کیږي چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۴۰ تنه ټپيان شوي دي چې اکثره یې نصرانیان دي.

نن د پام سنډې په نامه د نصرانیانو خاصه ورځ ده چې په دغه ورځ دوی بیت المقدس ته د عیسی علیه السلام ننوتل لمانځي.

د مصر لس سلنه خلک قبطي نصرانیان دي چې پر اقتصاد، میډیا او حکومت کې ډېر واک لري او د اخوان المسلمین ډلې پر ضد پوځي انقلاب کې یې د جنرال سیسي ملاتړ وکړ.

تر اوسه هم د پيښې حقیقت سم نه دی څرګند، د احمد ضیف په نامه ولایتي مسؤول رسنیو ته ویلي چې ۴۲ تنه ټپيان شوي دي، او چاودنه په کلیسا کې دننه را منځته شوې خو درک یې نه دی مالوم چې یو چا ځانته چاودنه ورکړه او که له مخکې په کلیسا کې چاودېدونکې توکې ځای پر ځای شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x