abdul kareem

د خداى بخښلي استاد عبدالکريم زيدان ژوند ليک او علمي آثار

لکه چي ځينو اسلامي رسنيو خبر ور کړى دى د عراق د بغداد او د يمن د صنعاء د پوهنتونونو پياوړى استاد. اسلامي، اصولي او فقيه عالم او  مبارز او مجاهد شخصيت ډاکټر عبدالکريم زيدان د دوشنبې په ورځ د ١٢٩٢ لمريز کال د سلواغې پر اوومه چي د ٢٠١٤زېږديز کال د جنورۍ د ٢٧ سره سمون خوري د يمن په پلازمېنه صنعا کي له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې انا لله وانا اليه راجعون.

په دې مناسبت موږ ستاسي محترمو لوستونکو پام د دې ستر اسلامي عالم او مفکر لنډ ژوندليک ته را اړوو.

( أ )  ژوند او تحصيل يې :

      ستر او مجاهد عالم ډاکټر عبدالکريم زيدان يو له هغو پوهانو څخه وو چي خپل ځان يې په ډېره متواضعانه توګه او په صدق او صبر سره د علم خدمت او خپرېدو، په علم او حق خوښونه سره د مسلمانو پسوللواو سمبالولو او د اسلام د مقدس دين تبليغ او د نړۍ وال کفر سره ډغرو او مبارزو  او حق ويلو او حق ليکلو ته وقف کړى وو.
   

   لکه چي د دغه ستر پوهاند د اوږده ژوندانه د لوړو ژورو له مطالعې څخه څرګنديږي، هغه د دې نابودي دنيا په متاع پسي نه دى ګرځېدلى، بلکي علم او تواضع يې د شهرت ګټلو، مقام ترلاسه کولو او د غټانو او واکمنانو دروازو ته له درېدلو څخه راګرځولى وو.

      دغه د فقهي، شريعت او اسلامي سياست نامتوعالم په ١٩١٧م. کال د عراق د هيواد د پلازمېني بغداد په ”هيج العاني“ نومي ځاى کي و زېږېدلى او لوى سو. دى د درو کالو وو چي پلار يې وفات سو.

د خپلي سيمي د قرآن کريم د زده کړي په مدرسه کي د قرآن د  قرائت تر زده کړي وروسته يې لومړنۍ زده کړي په بغداد کي بشپړي کړې. بيا د بغداد دارالمعلمين ته شامل سو او له هغه څخه تر وتلو وروسته يې په لومړنيو ښوونځيو کي د ښوونکي په توګه دندي تر سره کړې. بيا د بغداد پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته شامل سو او له دغه پوهنځي څخه تر فراغت وروسته د يوه ديني ښوونځي مدير وټاکل سو.

      بيا د مصر د قاهرې د اسلامي شريعت انستيتوت ته شامل سو او د ماسټرۍ سند يې په ممتازه درجه ځني ترلاسه کړ. هغه نوموړي انستيتوت ته تر شاملېدو په دمخه او وروسته مهالونو کي د اسلامي فقهي او د هغې د مهمو مراجعو په هکله ځانګړي مطالعې وکړې، په تېره يې د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله او د هغه د شاګرد  ابن القيم الجوزيه رحمه الله  کتابونه ولوستل. بيا يې په ١٩٦٢م.کال د قاهرې له پوهنتون څخه د دکتورا سند ترلاسه کړ.

په دې ترڅ کي هغه د عراق او مصر له ډېرو پوهانو او استادانو، لکه شيخ أمجد الزهاوي، شيخ عبد القادر الخطيب، شيخ نجم الدين الواعظ، استاد محمد محمود الصواف، شيخ علي الخفيف، شيخ محمد أبو زهرة، شيخ حسن مأمون اوشيخ عبد الكريم الصاعقة څخه علمي استفاده وکړه.

(ب) علمي او اداري دندي يې :

     استاد زيدان د عراق دننه او د باندي لاندي دندي ترسره کړي دي :
١. د بغداد پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د اسلامي شريعت د څانګي استاد او مشر وټاکل سو.

٢. د بغداد پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د اسلامي شريعت استاد او د دغه پوهنځي د دين د څانګي مشر وټاکل سو.

٣. د بغداد د اسلامي څېړنو د پوهنځي استاد وټاکل سو.

٤. د بغداد د اسلامي څېړنو د پوهنځي مشر وټاکل سو.

٥. په ١٩٦٨کال د لږي مودې لپاره د عراق د اوقافو او ديني چارو وزير وټاکل سو.

٦. د ١٩٩٢م.کال را په دې خوا يې د يمن د صنعاء د پوهنتون د اسلامي څېړنواو د ماسټرۍ او دکتورا د څانګي د اسلامي شريعت د استاد په توګه دنده تر سره کول.

٧. پر پورتنۍ دنده سربېره يې په صنعاء کي د الايمان د پوهنتون (چي نامتو عالم شيخ عبدالمجيد الزنداني يې مشر دى) د فقهي او د فقهي د اصولو د څانګي د استاد په توګه هم دنده ترسره کول.

( جـ ) په علمي موسسو کي غړيتوب يې :
  

    ډاکټرعبدالکريم زيدان د ډېرو اسلامي علمي ټولنو غړى پاته سوى وو، په دې ډول:

١. د تېري ميلادي پېړۍ د اويايمو کلونو را په دې خوا د اسلامي پوهنتون د علماوو د مجلس غړى وو.
٢. د ٢٠٠٠کال را په دې خوا د رابطة العالم الاسلامي د المجمع الفقهي د مجلس غړى وو.
٣. د صنعاء د الايمان د پوهنتون د المجمع الفقهي الاسلامي د مجلس غړى وو.

( د ) سياسي او دعوتي بوختياوي يې:

د تېري ميلادي پېړۍ د پنځوسمو کلونو په لومړيو کي د عراق د اخوان المسلمين ګوند غړى سو. د دغه ګوند بنسټ استاد محمد محمود صواف په عراق کي ايښى وو. بيا په ١٩٥٨کال د دغه ګوند د مشرتابه ډلي غړى سو.
     

په ١٩٦٠ کال د دغه ګوند د شورا د مجلس د ټاکنو په پايله کي د دغه ګوند مراقب عام ( مشر ) وټاکل سو. تر نوييمو کلونو پوري په ډېرو سختو، خطرناکو او مخفي شرايطو کي پر دغه دنده پاته وو، بيا په ١٩٩٢کال د يمن صنعا ته ولاړ او تر اوسه يې هلته استوګنه لرل.

( هـ ) په علمي غونډو کي ګدون يې :

استاد زيدان په حقوقو او اسلامي شريعت کي د تخصص او اريانوونکي پوهي او مهارت څښتن دى. ځکه نو په عراق، کويټ، مکه مکرمه، مدينه منوره، رياض، قطر او صنعاء کي جوړو سوو  فقهي سيمينارونو او د فقهي موسوعو ( دايرة المعارف ) د ترتيب غونډو ته بلل سوى دى.
      د يادولو وړ ده چي استاد زيدان ته د ده د ”المفصل في احكام المراة والبيت المسلم “ د ليکلو له امله د ملک فيصل جايزه ورکړه سوې ده. دغه کتاب د بېلابېلو اسلامي مذاهبو د فقهي مسايلو په هکله په يوولسو ټوکونو کي خپور سوى دى.

( و ) تاليفات يې :

      استاد عبدالکريم زيدان په  بېلو بېلو اسلامي او فقهي موضوعاتو کي ډېر کتابونه او رسالې ليکلي دي. چي د ځينو نومونه دادي :

1.      أحكام الذميين والمستأمنين في دار الإسلام.
2.      المدخل لدراسة الشريعة الإسلامية .
3.      الكفالة و الحوالة في الفقه المقارن .
4.      أصول الدعوة.
5.      الفرد والدولة في الشريعة الإسلامية.
6.      المفصل في أحكام المرأة وبيت المسلم في الشريعة الإسلامية.
7.      الوجيز في شرح القواعد الفقهية في الشريعة الإسلامية .
8.      الشرح العراقي للأصول العشرين.
9.      اثر القصود في التصرفات والعقود.
10.      اللقطة وأحكامها في الشريعة الإسلامية.
11.      أحكام اللقيط في الشريعة الإسلامية.
12.     حالة الضرورة في الشريعة الإسلامية.
13.     الشريعة الإسلامية والقانون الدولي العام .
14.     الاختلاف في الشريعة الإسلامية.
15.     عقيدة القضاء والقدر وآثرها في سلوك الفرد .
16.     العقوبة في الشريعة الإسلامية .
17.     حقوق الأفراد في دار الإسلام .
18.     القيود الواردة على الملكية الفردية للمصلحة العامة في الشريعة الإسلامية .
19.     نظام القضاء في الشريعة الإسلامية .
20.     موقف الشريعة الإسلامية من الرق .
21.     النية المجردة في الشريعة الإسلامية .
22.     مسائل الرضاع في الشريعة الإسلامية .
23.     بحوث فقهية معاصرة .
24.     موجز الأديان في القرآن.
25.     المستفاد من قصص القرآن للدعوة والدعاة .
26.     الإيمان بالقضاء والقدر .
27.     القصاص والديات في الشريعة الإسلامية .
28.     نظرات في الشريعة الإسلامية مقارنة بالقوانين الوضعية.
29.     بين الحق والباطل .
  

    د استاد زيدان ځيني نور څېړنيز آثار هم سته چي تر اوسه نه دي خپاره سوي.

د يادوني وړ ده چي د استاد زيدان ځيني کتابونه په بېلو بېلو اسلامي ژبو ژباړل سوي دي. له دې جملې څخه په پښتو ژبه هم د هغه ځيني کتابونه ژباړل سوي دي.

وفات يې

  استاد زيدان تر اوږده، وياړلي  او ګټه رسوونکي ژوند وروسته د (٩٧) کالو په عمر وفات سو لوى څښتن دي د دې زيارونو اجر ورکړي او جنت دې ځاى کړي آمين.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د