شعـــــرونه

غزل/ عبدالباقي مهاجر

عبدالباقی مهاجر

در مو سرونه کړل بې شمار ازادۍ
یوځل خو راشه زموږ تر ښار ازادۍ

ستا و راتلوته انتظارد ولس
تل دې په سرو سترګو کړي څار ازادۍ

راوړه په غیږہ کې راحت او سکون
زړونه والله دي ناقرار ازادۍ

رنګ په سرو وینو ھرہ لارہ ګودر
پریې شہید شوی دنګ چنار ازادۍ

ډېر دې پہ عشق کې نظرانه شول ګرانې
ډېر دې نمبر ته دي تیار ازادۍ

د (مهاجر) له کلي ورکې لیلی
درنه لوګی دی شو درزار ازادۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x