شعـــــرونه

د ارمانونو تسلسل

 مسلم یارافغان

 

نن مي تاویږي ترجانان دبیلتانه ګردونه

څنګه به نشي راچاپیر زماپرزړه ګردونه

دامیدونوپسرلي مي خدازده چیري ګرزي

درک یې ونه لګید ځکه شول خپاره ګردونه

دارمانونوتسلسل دی ارماني به مي وړي

له ډېره وخته دېره شوي دي درانه ګردونه

په چاراځي خوبیرته دي ځي ،دلته پاخه واړوي

زما افغان رح رانه اخلي اوکه څه ګردونه

ته یې دداسي بلاخولي ته ستاپه قهریوسه

چې ورمعلوم شي دلیمي اودبانړه ګردونه

داوښکونیل داسویلیودطوفان سیمي به

په اوږه ووهي داسره اوداسپیره ګردونه

لاري راښیه!چاري ټولي سره ګډي شولي

دې اړودوړکې شپې رااستوي تیاره ګردونه

خدایه زماستااوجانان ترمنځ دي نسي پیدا

هاخوامي صبرکړه چې وزغمم اوږده ګردونه

مامسلمیارکه مزمزم کړي هیڅ دي نه کمیږي

بس دي نورستړی سومه نوردي ګرزوه ګردونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x