افغانستانخبرونه

د سړک د غاړي ماین چاودني ۹ سرتیري ووژل

نن ټکی آسیا (یکشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۶ل): لږ تر لږه ۹ تنه امنیتي سرتیرو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د مخالفو وسلوالو پرضد عملیاتو ته پرلاره وو او موټر یې د سړک له غاړي پر یو خښ شوي ماین وربرابر سو.
پېښه د هیواد په شمال بلخ ولایت ، چمتال ولسوالۍ البرز په سیمه کې رامنځ ته شوي. د والي ویاند منیراحمد فرهاد رسنیو ته ویلي چې په یاده پېښه کې د دوی د امنیتی سرتیرو څخه ۹ تنه ځای پرځای وژل شوي او ۵ نور زخمیان دي چې د دوو حالت ډاکټران نازک ښیي.
ده وویل چې امنیتی ځواکونه سیمي ته د دې لپاره وتلي وو چې د مخالفو وسلوالو پرضد یې د عملیاتو هوډ درلودی. په دې اړه لا تراوسه د طالبانو غبرګون نه دی ترلاسه شوی
د والي ویاند ادعا کړي چې د عملیاتو پرمهال یې مخالفو وسلوالو ته هم مرګ ژوبله اړولي خو د کره شميري په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x