د نن سرلیکنه

د امریکایانو خونړی جنګي اقدام

نن ټکی اسيا سرليکنه

بالاخره امریکايي چارواکو اعلان وکړ چې د روان میلادي کال تر پایه به خپل نور ۱۵۰۰عسکر افغانستان ته ولیږي.

امریکايي چارواکو ویلي چې دا پوځیان کوم چې د امریک د الاسکا ایالت له پوځې لواء څخه افغانستان ته لیږل کیږي اضافي پوځیان نه ؛ بلکې د پخوانیو هغو پرځای نوي تازه نفسه ځواکونه دي چې په افغانستان کې به د قاطع ماموریت له ځواکونو سره یوځای کیږي.

له کابل سره د واشنګټن د امنیتي تړون تر لاسلیکولو وروسته دا د امریکایانو دوهم جنګي اقدام دی چې په افغانستان کې یې د جګړې د غزولو او ګرمولو په خاطر ترسره کوي.

افغانستان ته د دغو پوځیانو الیږل په حقیقت کې د واشنګټن په ټولو هغو هلوځلو د بطلان کرښه راکاږي کومې چې یې له تیرکال راهیسې د سولې او ثبات تر نامه لاندې جاري ساتلې دي.

ځکه په تیرو۱۶ کلونو کې چې په افغانستان کې د امریکایانو ترڅنګ د ۴۸ هیوادونو ۱۵۰۰۰۰ مجهزو پوځیانو د افغانستان جګړه کنټرول نه کړای شوه څه ډول به شونې وي چې دا مورال بایللي ۱۵۰۰ پوځیان به یې کنټرول کړي.

که واقعیت ته وکتل شي نو امریکایان دا ۱۵۰۰ پوځیان د نورو مخکینیو پوځیانو په څیر د جګړې د له منځه وړلو لپاره نه ؛ بلکې د هغې د لا تیزولو او غزولو په غرض افغانستان ته رالیږي.

روان کال چې ټولو داخلي او نړیوالو شنونکو ورکې د جګړې د شدت وړاندوینې کړي د امریکایانو د دغه ډول جنګي اقداماتو په تر سره کولو سره به اوس هماغه وړاندوینې ټولې ریښتیا کیږي.

ځکه سپینه ماڼۍ غواړي په دې اقدام سره خپلو منطقوي سیالانو ته دا وښیي چې افغانستان لا هم د دوئ د نفوذ ساحه او بل څوک حق نه لري په دې ساحه کې د دوئ له خوښې پرته مداخله وکړي.

همدا راز امریکایان غواړي د خپلو مخکینیو پوځیانو د شتون ترڅنګ افغانستان ته د دې پوځیانو په ورلیږلو سره خپلو پوځي مخالفینو (طالبانو) ته هم دا مبرر په لاس ورکړي چې افغانستان لاهم د دوی په ولکه کې یو محکوم هیواد دی.

طالبانو وار ترله مخه دا اعلان کړی چې ترڅوپوري بهرني پوځیان په افغانستان کې شتون ولري د هغوي په خلاف به د دوي جهادي مقاومت جاري وي.

افغانستان ته د ۱۵۰۰ امریکایي پوځیانو لیږل د یوه جنګي اقدام په توګه هغه څه دې چې هم افغانستان او هم د هغه ګاونډ له مزید بحران او بي ثباتي سره مخ کوي.

خو امریکایان باید پوه شي چې د هغوی دا ډول جنګي اقدامات که له یوې خوا په افغانستان د دوئ د پوځي تحکم ښکارندويي کوي له بلې خوا خپله د هغوی لپاره هم جانبي عوارض لري چې هم به یې په افغانستان کې د میشتو پوځیانو مرګ ژوبله زیاتیږي او هم به د افغانستان د جګړې تأثیرات په حتمي ډول د امریکا تر داخله ور رسیږي .

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
walikhan

بس دوی راغلی خپلو بیزونو کی به ناست وی تا ته به هم پسی درکوی او ما ته هم، یو بل به سره وژنو دواړه به یا جنت یا دوزخ ته لاړ شو. کوڼدی به مو همدوینه بیرته خیرات عواړی بیا د UNHRC له خوا زمونګ دکورونو او کونډی سروی کیږی او دیو ټیم عواړی او یو من وړه مقا بل کی زما دخورکی عکس امریکا ته رسیږی ، بس هیڅ نه پوهیږم چی څه وکړم چا سره وژاړم چا ته وژاړم . تو رلنګوټه سپین لنګوټه با ندی دمرتد ټا په لګوی. خکومتی ملا دمنبر نه طا لبی ملا… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

زمازړه ته نه لویږی چه امریکادی نورفوج افغانستان ته راواستوی ،څوورځی بعد دامریکاخارجه وزیرماسکوته ځی حالات ګوری چه دمسکواراده په افغانستان کی دامریکایی هډوپه باره کی معلومه کی او۱۵۰۰عسکرودلیږلوپروګرام هم ورسره وی په قسم دیوفشار – اوس ماته داسی بریښی امریکاپه اسلامی ملکوکی ځان ناکامه بول بیرته داسلامی ملکوملګری حاصلول غواړی – دسوریی دهوایی میدان بمبارد یی نمونه ده،تاسی خپله فکر وکۍ چه دهلمند پر۵٪ حکومت کنترول لری ټرمپ دونی احمق دۍ په ۱۵۰۰فوج افغانستان کنترولوی – اوکه به له دی وضع ناخبره وی – کم وخت چه پاکستان دامریکااتحادی وواوهندستان دسوویت یونین اتحادی وو دهندستان اوپاکستان جنګ پیښ سو… نور لوستل »

نعيم جان

زه چه د ځینو تش په نامه افغانانو تبصرو ته ګورم ، ژړا راشی زه وایم دوی ته به هم افغانس میندو په دی خاطر شدی ورکړی وی چه لوی به شی د دی خاوری ، خلکو ، خپلواکی ، دین او ناموس دفاع به کوی ، پلار یا نورو مشرانو به یی هم پری د خوشالی ډزی کړی وی چه نرخوټی وزیږول شو خبر نه وو چه نجونی پری ډیر شرف لری حیف د هغه افغانی میندو په شدو ورکولو او د هغه میړنو پلرونو په ډزو ، کشکی نه وی زیږیدلی امریکایانو به زمونږ دخاوری لاندی او باندی… نور لوستل »

قانع

زه هم هیڅ نه پوهیږم کله ناکله نه بلکی همیش شیطان کافر دی په شیطانی چورت کی موډوب کړی داوسنی شرایوطو په لیدو سره سره خپل وجدان ته هیڅ ډول قناعت نه شم ورکولای داځکه چی دهر دینی عالم په نظر اخیستلو سره ماته پوښتنه پیداکیږی دیوې خوا استاد سیاف دملی اوردو ځواکونوته وایی چی دا حدیث شریف دی چی څوک په پاکه عقیده سره دوطن نه دفاع کوی دهغوی سنګر پوره د ۴۲ کالوعبادست سره برابر دی دبلی خوا مولانا سمیع الحق ورته وایی چی داوردو په مقابل کی تاسو غازیان یاست. دا په داسی حال کی چی خپله… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close