افغانستان

سناتور هاشم الکوزی: دولت یواځې د هلمند په ۵ سلنه اراضي حاکمیت لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۶) په مشرانو جرګې کې د هلمند د خلګو استازی او د دې جرګې د دفاعي، داخلي او سیمه ییزو ارګانونو د کمیسیون مشر محمد هاشم الکوزی وايي چې په هلمند کې دولتي حاکمیت یواځې تر ۵ سلنې اراضي پوري محدود دی ، نور ټول ولایت د طالبانو تر واک لاندې دی.

ښاغلی الکوزی وايي چې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د طالبانو تر محاصرې لاندې دی، د ښار په دویمه او دریمه حوزه کې جګړه روانه ده ، فقط د حوزې چاردیوال د دولت په لاس کې دی نورې برخې یې د څلورمې حوزې په شمول په کلي ډول د طالبانو په ولکه کې دي.

نوموړی وايي: د دولت لوړ پوړو امنیتي او دفاعي چارواکو دفاع وزیر، لوي درستیز او د ملي امنیت مشر ښاغلي ستانکزي د مشرانو جرګې له فاعي او امنیتي کمیسیون سره دا ژمنه کړې وه چې په ژمي کې به ټولې هغه ساحې بیرته له طالبانو څخه تصفیه کوي کومي چې یې د تېر کال په اوږدو کې له لاسه ورکړې وې، خو د ده په خبره متأسفانه چې یادو چارواکو خپلې کړې ژمنې یوه هم عملي نه کړای شوه او کوم امنیتي مسؤلین چې په هلمند کې شتون لري هغوی له طالبانو څخه د سیمو د بیرته تصفیه کولو په ځای د هغو امکاناتو ( تیلو او لوجیستیکي موادو ) په پلورلو لګیا دي کوم چې یې له مرکز څخه د هلمند دفاع په نوم تر لاسه کوي.

ښاغلي الکوزي چې د طلوع ټلویزون د تودې خبرې په پروګرام کې یې خبرې کولې وویل چې د هلمند ولایت د اړونده ولسوالیو ولسوالان ټول د طالبانو د برلاسي له امله له ولسوالیو څخه مرکز ته راغلي او په سیمه کې ټول خلګ د خپلو ادارې کارونو او حقوقي موضوعاتو د هواري لپاره طالبانو ته مراجعه کوي.

الکوزي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې هلمندي ولس د طالبانو تر شا ولاړ دی ، یواځې دولتي چارواکي او د هغوی خپلوان دي چې د دولتي معاشاتو او نورو امتیازاتو تر لاسه کولو په خاطر دولتي ادارو ته مراجعه کوي.

د نوموړي په خبره د هلمند له څوار لسو ولسوالیو څخه یواځې د څلورو ولسوالیو په مرکز کې ولسوالان او دولتي پرسونل شتون لري چې هغه عبارت دي له ګرشک، کجکي ګرمسیر او واشیر ولسوالۍ څخه ، نور ټول ولسوالان په مرکز لښکرګاه کې اوسي او خپل اړوند کارونه هم له هغه ځایه کوي.

ښاغلی الکوزي د طلوع د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولي هلمندیان له دولت څخه په مخ اړولو سره د طالبانو ملاتړ کوي وویل:

دولتي چارواکي اصلا د ولس لپاره کار نه کوي ، هغوي ټول په فساد کې ښکیل دي ، له دولتي امکاناتو څخه ناوړه استفاده کوي او د سرتیرو معاشات او استحقاقونه غلا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x