روغتیا

یوې سعودۍ ډاکټرې د اوښ په بولو کې د سرطان علاج کشف کړی

د سعودي د ملک عبدالعزیز پوهنتون یوې استاذې له ۳۰ کالو پرلپسې څیړنې وروسته د اوښانو په بولو (متیازو) کې هیښوونکي حقائق کشف کړي.

ډاکټرې فاتن خورشید د اوښانو په بولو د څیړنې په نتیجه کې موندلې چې د اوښانو بولې د سرطان مرض په کلي او بشپړه توګه له مینځه وړي.

نوموړې په هغو کسانو چې د سرطان په مرض مبتلا وه خپله دا تجربه عملي کړې او هیښوونکي نتائج ئې ترلاسه کړي.

نوموړې دا علاج خپل ابتکار نه بولي، بلکې وايي چې ددې علاج فکره له نبوي حدیث څخه اخیستل شوې. ډاکټره فاتن خورشید وايي چې ددغې څیړنې په پیلولو کې ئې د نبوي سنت له هغې سپارښتنې څخه مرسته اخیستې چې په یو حدیث کې د اوښانو په شیدو او متیازو کې د تداوۍ یادونه شوي.

نوموړې وايي چې د څیړنې په دغه اوږد سفر کې ورسره تر ۱۰۰ پورې څیړونکو برخه اخیستې چې له هغوی څخه د عمان او کویټ مختصصین ډاکټران، او د سرطان د مخنیوي لپاره د خلیجي اتحادیې رئیس د یادونې وړ دي، خو په دې سفر کې د خنډونو او نهیلیو زیاتوالي ډیر څیړونکي اړ کړل چې په نیمايي لار کې مو پریږدي.

ډاکټره فاتن وايي چې دا دوايي هیڅ جانبي اضرار نه لري، سل فیصده د ډاډ وړ ده، او د (۷) ډوله سرطان علاج کولی شي.

د نوموړې په وینا ددې دوايي په مټ د سرطان علاج له ۳ څخه تر ۴ میاشتو پورې وخت اخلي.

نوموړې وايي چې دا دوايي د کپسول او شربت په شکل کې تیاریږي خو اساسي اجزاء ئې د اوښانو شیدې او بولې دي.

ډاکټره فاتن خورشید وايي چې په ټوله کې ددې څیړنې اصلي هدف د نړیوالو پروپاګندونو پرضد له خپل پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) څخه دفاع ده، ترڅو خلکو ته دا پیغام ورسول شي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د بشریت لپاره د الله تعالی رښتینی پیغمبر دی.

ډاکټر فاتن زیاتوي، په امریکا کې د سرطان کچه تر بل هر هیواد لوړه ده، هغه دوايي چې مونږ کشف کړی مسلمان او کافر دواړه به ئې د علاج لپاره استعمالوي، په دې توګه مونږ له خپل پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) څخه په خبرو او وینا نه، بلکې په عمل کې دفاع کوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x