
پاکستان د هندوستان یوه جاسوس ته د اعدام سزا واوروله
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۶) : د پاکستان پوځي محکمې د هندوستان یوه جاسوس ته د مرګ سزا واوروله.
دغه جاسوس چې ګلبوشن جادو نومیږي، د کال ۲۰۱۶ د مارچ میاشتي په دریمه نېټه نیول شوی او تور باندي لګېدلی چې د بلوچستان ایالت د وسلوالو ملاتړ یې کوی او د پاکستان پر ضد یې هغوی منظمول او وسلې یې ورکولې.
د هندوستان حکومت په نیو ډیلي کې د پاکستان کمشنر ور بللی او احتجاجي لیک یې ورته سپارلی او ورته ویلي چې د یو هندي وګړي په اړه دغه پرېکړه د قانون پر خلاف ده، که چیري تر سره شي د هندوستان ولس او حکومت به یې د یوه هندي مظلومانه قتل وبولي.
خو د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي چې دوی د ګلبوشن په اړه پرېکړه د پوځي قانون سره سمه کړې او نن د پوځ مشر جنرال قمر باجوه دغه پرېکړه تایید هم کړه.
په یوه ویډیو کې چې د پاکستان د پوځ له لوري نشر شوې ، د ګلبوشن په نامه یو هندی وګړی خپل په جرم اعتراف کوي او وايي چې د پاکستان کراچي ښار ته یې سفرونه کړي او هلته یې د پاکستان پر ضد د بلوچ وسلوالو ملاتړ کړی .
نوموړی وایی چې د هندوستان په سمندري پوځ کې وظیفه لري او د کال ۲۰۱۳ څخه د هندوستان د استخباراتو لپاره په کار ګمارل شوی.
د شنوونکو په نظر که چیري پاکستان نوموړی هندی وګړی اعدام کړي، له څو کلونو راهیسي د پاکستان او هندوستان تر منځ خرابې اړیکې به نورې هم خرابي شي.