fbpx

پکتیا: اربکیانو د کورونو سوځلو سربېره د ماشومانو په ګډون لس تنه ولسي وګړي برمته کړي / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۶): د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د شیخانو کلي اوسیدونکي د اربکیانو د سیمه ایز مشر «ثمود» څخه سر ټکوي او وايي چې ددوی کورونو ته یې اورونه ور اچولي دي.

د سیمي څخه عیني شاهدانو له مختلفو لارو د نن ټکی اسیا سره په اړیکه کې دغه خبر تایید کړی او یوه ویډیو هم نن ټکی اسیا تر لاسه کړې چې په کښي یو شمېر کورونو کې اورونه بل دي.

د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس په تېرو ورځو کې د اربکیانو قومندان «ثمود» د شیخانو په کلي کې د یوه ولسي وګړي په کور کې په زوره پوسته جوړه کړه، او د څنګ په کلي کې یې هم ځینو کورونو ته ګواښ وکړ چې کورونه دې تخلیه کړي تر څو هلته هم دوی پوستې جوړي کړي، چې بیا د کلي خلک د ولایت مقام ته په شکایت ولاړه، خو له هغه ځایه د مثبت ځواب تر لاسه کولو پر ځای د هغو خلکو کورونه وسوځول شول چې شکایت یې کړی وو.

په لاندي ویډیو کې یو شمېر کورونه لیدل کیږي چې په اورونو کې سوځي:

د نن ټکی اسیا سیمه ایز همکار وايي په کومه ورځ چې اربکیانو د خلکو کورونه سوځول، طالبانو پر هغوی برید وکړ او د جګړې وروسته اربکیانو د «چوڼۍ، شیخانو او نیازیو» د کلیو پر یو شمېر ملکي وګړو ډزي وکړې او لږ تر لږه لس تنه ولسي وګړي يې له ځانه سره بوتلل چې په هغو کې د شیخانو کلي اتیا کلن سپین ږیری «حاجي بادام ګل» او د هغه زوی، د خلیج هیواد څخه تازه را ګرځېدلی مسافر مطیع الله او د هغه موټر، دولس کلن ماشوم محمد الرحیم او شپږ کلن ماشوم حمید الله بوتلل، د چوڼۍ او نیازیو د کليو څخه یې هم درې ولسي وګړي او دوه ماشومان چې یو شپږ کلن او بل اته کلن دی، د کورنۍ د غړو او کليوالو په مخکې تر ډبولو او وهلو وروسته له ځانه سره بوتلل.

نن د همدې کليو قومي مشرانو د پکتيا ولايت مقام ته د شکايت له پاره د ورتګ څخه مخکې د نن ټکي اسيا سيمه يز خبريال ته د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “تېرو تجربو ته په کتو سره مونږ هېله من نه يو چې ولايت مقام دي زمونږ ستونځې ژر تر ژره حل کړي ولې بيا هم مونږ د قانون سره سم ولايت مقام ته شکايت کوو. او ستاسو د رسنۍ له لارې په لوړ پوړو چارواکو، بشر دوستو ادارو او مدني فعالانو غږ کوو چې زمونږ ستونځو ته جدي پاملرنه وکړي ګنې دا ځلې هوډ لرو چې د ګرديز او کابل لويه لار به تر هغو د ترافيک په مخ وتړو ترڅو زمونږ مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب وويل شي او يا به هم هلته د سړک په سر ژوند له لاسه ورکوو».

د پکتیا ولایت څخه یوې بلې باخبري سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي کړۍ اوس په پکتیا کې د هلمند پر طرز اربکیان جوړوي چې تورې لنګوټې او سپینې جامې په تن کوي، د طالبانو سپین بیرغ او د «جهاد علیه پاکستان» شعار پورته کوي، دوی له مرکز څخه په مختلفو وسلو مجهز او د ټانګ رینجر په ګډون د هر رنګه وسایلو څخه برخمن دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه
میلمه
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

دگدی اندیوالی ملی زعیم له خارج سخه راستون شوی اوداغه ملی اوماهره اوپه هگی کشی چونده لیو غلوئ په تاوده هرکلی سره مستقبل تن اسقبال وه کی اوملی زعیم خپل دربارته راغی اوداملی غلو ته ئ دخپل سپر اجندا تشریح کره اوورته وه ئ ویل چه ما ددغه مشترکودوستانو اوصلیب مشرانو ته دسلور فشنهادونه وه راندی کرل دغو ماهرو غتوغلوورته وه یل لکه کوم ملی زعیم لکه دغه اول تورریزم .دوهم .سیکولریز .دریم.کمو نیزم. سلورم .مافیا. ماهره غلو دادیری موهمی اجنداودی چه موژ ورسره لاس اوگریبان یو.ملی زعیم.دا مشترکو دوستا یو سه کومک را سره وه کی.ماهره غلواوس نو دملی… نور لوستل »