fbpx

دفلکي علومو لارښود (31) دتخریج الأوقات لپاره دصبح صادق، عشاء، طلوع او غروب زاویه

مفتي احسان اللّه

دلمنځو دوختونو تخريج:

دفلک دعلم ماهرینو دلمنځو دوختو دتعین لپاره څه اصول او قوانین وضع کړي دي، که موږ دهغو اصولو مراعت وکړو، نو تر ډیره حده به مو دلمانځه وخت په صحیح معنا پېژندلی وي، خو دا خبره یاد ساتل لازمي ده، چې دا هر څه دظن غالب درجه لري، نه دیقین، چونګه غالب ظن قریب الی الیقین وي، نو ځکه ورباندي عمل کول هم لازمي دی، په راتلونکي کې به دهر لمانځه له وخت سره احتیاطي وخت هم ذکر کړو.

دلمانځه دوخت تخریج، دلمر او افق په منځ کې پر جوړه زاویه باندي موقوف دی، نو اړینه ده، چې تر هر څه اول دهر لمانځه دوخت دتعین لپاره یاده زاویه وپېژنو.

صبح صادق او عشاء:

کله چې دمشرق لور ته دشپې په وروستۍ حصه کې یو داسي رڼا را ښکاره شي، چې پر افق يې خپوروالی تر لوړوالي زیات وي، عموما دا رڼا تقریبا دنصف دایرې په اندازه وي، او دغه رڼا دصبح کاذب تر هغې زیاته پر افق موجوده وي، او دکاذب دهغې بیا لوړوالی تر خپوروالي زیات وي، له کمي وقفې وروسته له افق نه غایبه کیږي.

دفجر صادق دتعین لپاره یوه دوه ورځي مشاهده کافي نه ده، ځکه ډیره ځله نا مانوسو سترګو باندي دکاذب او صادق درڼاوو اشتباه راځي، له همدې امله محقیقین په دوو بر خو وېشل شوي دي، اوله فرقه دصبح صادق لپاره له افق سره دلمر زاویه 15 درجې او دوهمه ټولۍ يې بیا 18 درجې بولي، چې دا دجمهورو مسلک هم دی.

دعشاء لپاره بعینه دغه عمل او اصول دي، خو فرق يې دا دی چې دماخستن په وخت کې به دمشرق پر ځای دمغرب پر افق دشفق رڼايې څارو، او کله چې لمر 18 درجې تر افق لاندي ولاړ شي، له دې سره سم هر قسمه رڼا ختمیږي او دماخستن وخت پیل کیږي.

طلوع او غروب:

کله چې دلمر سترګه دمشرق له خوا تر تر افق را لوړه شي، طلوع او دمغرب لورته چې تر افق لاندي شي، غروب ویل کیږي، خو یاد ساتئ چې دلمر دانکساري رڼاګانو له امله لمر تر حقیقي شروق وړاندي طلوع کیږي، او تر حقیقي غروب وروسته غروب کیږي، نو ځکه علما وايې، چې ولذلك يجب أخذ الانكسار بعين الاعتبار.

فایده:

دلمر دسترګي قطر 32 دقیقې دی، او شرعي غروب هله معتبر دی، چې دلمر ټکۍ په رڼو سترګو نه ښکاري، او دا هلته ممکن دی، چې دلمر مرکز زیر افق 16 دقیقې لاندي غایب شي، خو له دې سره دانعطاف او انکسار له امله 34 دقیقې لا نور لاندي تلل يې لازم دی، چې ټول ټال 50 دقیقو ته رسیږي، یعني دلمر زاویه زیر افق به (0.83333) او له سمت الراس سره به 90.0833 درجې جوړه وي، بیا به شرعي طلوع یا غروب معتبر وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د