نړۍ

پېښور: د امنيتي ستونزو له امله د ملالې د کتاب مخکتنه وځنډېده

 

پېښور: تمه وه چې نن په پېښور ښار کې د ملالې کتاب «I am Malala» (زه ملاله یم) مخکتنه وشي، چې د امنيتي ستونزو له امله وځنډېده

.
تمه وه د «زه ملاله یم» کتاب مخکتنه نن د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې د باچا خان بنسټ له خوا شوی وای. د پېښور پوهنتون چارواکو جیونیوز پاکستاني چېنل ته ویلي و، چې د ایالتي حکومت له خوا د امنیتي ممکنه پېښو له مخنيوي له معذرت غوښتلو وروسته غونډه وځنډېده.
د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند واکمن دی، چې له طالبانو سره د خبرواترو او له امریکا سره په چال چلن کې له مرکزي حکومت سره چې د نوازشریف له ګوند سره دی، مخالفتونه لري.
د پاکستان د پېپلز ګوند مخکښې غړې او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې لور، آصفه بوټو په خپل ټویټرپاڼه کې د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت چلن نهیلی کوونکی ګڼلی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x