دپلچرخي کرغیړن زندان ته!

مسلمیارافغان

ای دوحشت کوره زندانه ولي اورنه اخلي

چې وژني هیلي اوارمانه ولي اور نه اخلي

داستاپه غیږکې په معصومو باندي څه تیریږي

څنګه پراته دي بې پرسانه ولي اورنه اخلي

کوم ستم ونه شو په بې وسو باندي

درته په قهرشه اسمانه ولي اورنه اخلي

ای بشرخوره ددوستي په نوم دي ډېروخوړل

دبشردوست په نوم انسانه ولي اور نه اخلي

ته لا په څه زړه دردوي اوته په څه راخوزي

دوخت غافله مسلمانه ولي اورنه اخلي

دمسلم یار دارمانوقاتله وبه ګورو

چې یوځل درسي طالب جانه ولي اورنه اخلي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د