ټولنیزه برخه

د يوې بي حجابي ښځې سره د خپلې ديندارې مور مناقشه

عبدالرحمن محمود

لور یې ورته وويل، زه د الله جل جلاله سره محبت لرم، مور يې دا أيت شریف ورته ووايه { قل ان کنتم تحبون الله فاتبعوني يحببکم الله} مقصد یې دا وو، که چيري ته واقعا د الله رب العزت سره محبت لري نو د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم متابعت أو پيروې وکه، أو د هغه د پيروې کولو د لوازمو څخه داده چي ښځه بايد محجبه أو پرده ناکه وي، أو پرديو خلګو ته خپل محاسن ښکاره نکړي.

لور يې ورته وویل چي د الله تعالی دين هوسا دی أو په هغه کښي أساني شته، نو بي حجابي کومه پروا نلري، مور يې دا أيت شريف ورته ووايه { يريد الله بکم اليسر } يعني هوساينه يواځې د الله جل جلاله په دین أو شريعت کي ده، أو ښځې چي په ستر مأموره شوې دي په دي کښي ضرور د دوی لپاره أساني شته.

لور یې ورته وویل چي بي حجابي که ګناه هم ده خو دومره ستره ګناه نده، ځکه چي له نورو کارو خو ځان ساتمه، مور يې دا أيت شريف ورته ووايه { وتحسبونه هینا و هو عندالله عظيم} تاسې يې معمولې ګناه بولئ خو د الله رب العزت په دربار کي ستره ګناه ده.

لور يې ورته وويل، خیر مورې أوس ماشومه أو وړه يم چي کله ښه غټه سوم أو د أولادونو خاونده شوم بیا به حجاب کوم، مور يې دا أیت شريف ورته ووايه { فاذا جاء أجلهم لايستأخرون ساعة ولايستقدمون} يعني کله چي د مرګې قاصد درته راسې هغه بيا ماشوم أو بوډا نه ګورې.

لور یې ورته وویل، خیر مورې چي کله مي کوزده وشوه بيا به حجاب وکړم، مور يې دا حديث شريف ورته ووايه { ان العبد لیحرم الرزق بذنب يصيبه. أو کما قال عليه الصلاة والسلام.} يعني کيدای شي ددغې بي حجابۍ د ګناه له کبله د خاوند د نعمت څخه محرومه شي أو کوزده دې و نشي.

لور یې ورته وویل، مورې هغه وخت به حجاب وکړم چي کله مي زړه و غوښته، مور يې دا أيت شريف ورته { ما کان لمؤمن ولا مؤمنة اذا قضی الله ورسوله أمرا أن يکون لهم الخيرة من أمرهم.الایة} یعني کوم څه چي الله رب العزت أو د هغه پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلې وي هغه بايد مؤمن يې پر سر و سترګو ومنې، دا اختيار بیا ده لره نسته چي کله مي زړه و غوښته…

الله رب العزت دي ټوله اسلام أو خاصتا زموږ متدین أو غيرتې أولس له بي حيايۍ أو بي پرده ګۍ څخه وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx