افغانستان

جامعه قاسميه کې د ۲۳ مفتيانو دستاربندي وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ وری، ۱۳۹۶): د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت په اکوړه خټک سیمه کې د جامعه قاسميې ۲۳ نوو فارغو شوو مفتيانو ته د فضيلت پګړۍ پر سر کړای شوې.

فارغ شوي مفتيان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي او جامعه قاسميه کې د دوه کالو افتاء درس تر لوستو وروسته يې د فقهې او دعوت او صحافت په برخه کې خپلې څېړنيزې مقالې وليکلې او تېره ورځ يې د فراغت وروستۍ غونډه وه.

د دارالافتا فارغانو هر يو په خپل نوبت سره د دستاربندۍ جلسې ته په خپل وار د خپلې ليکل شوې مقالې په اړتيا، ستونزو او ارزښت لنډې خبرې وکړې او د نمونې په توګه د يوه فاضل د ليکل شوې مقالې علني مناقشه وشوه.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي مولوي جمال الدين د مولوي نجم الدين زوی «د نشه يې توکو احکام» په موضوع د خپلې مقالې لنډيز واوراو او استاد لطف الله خيرخوا د جلسې پر وړاندې دغه مقاله مناقشه کړه.

استاد لطف الله خيرخوا د مفتي جمال الدين د ليکل شوې مقالې مناقشه کوي

د مدرسې استادانو او مشرانو د خپل نصاب او ديني علومو په ستونزو، اهميت او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې او راغلو علماوو د مفتي حبيب الله قاسمي او د مدرسې د مشر مفتي محمد ابو سعيد راشد د هڅو او نوښتونو ستاينه وکړه، چې په لږو امکاناتو او تنګو ظروفو کې يې په لوړه کچه علمي او څېړنيز کارونه روان کړي دي.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه ګڼ شمېر علماء کرامو مشايخو عظامو، قاريانو، طالبانو او عامو مسلمانانو ګډون درلود سهار لس بجې پيل او تر ماسپښين دوو بجو يې دوام درلود، چې پکې ګڼ شمېر علماوو او  مشايخو ويناوې وکړې، د ديني علومو او د افتا پر اهميت او ضرورت يې خبرې وکړې.

د جامعه قاسميه د پنځو تمهيدي ټولګيو زده کوونکو په خپل وار په پښتو، عربي، دري او انګليسي  ژبو مقالې او تقريرونه د غونډې برخه والو ته واورول.

جامعه قاسميه کې د ابتدايي درسونو تر څنګ په افتاء، حديثو او دعوت او ژورنالېزم برخو تخصص لپاره د مدرسو فارغان مني.

د فقهې تخصص د اسلامي فتاواوو او افتا اصولو تر څنګ د فقهاوو پېژندنې، معاصر پېښېدونکو مالي، بانکي او ټولنيزو مسايل او پر پښتو ادبي ليک مهمې برخې بلل کيږي.

د تخصص في الحديث کې د حديثو او د حديثو اړوند د جرحې، تعديل، اسناد او د حديثو له علومو بحث او څېړنه کيږي.

تخصص في الدعوة و الصحافة کې د اسلامي دعوت او اسلام ته د رابللو اصول او لارو چارو تر څنګ د اسلامي ژورناليزم اساسات، قواعد او عملي نمونې د بحث او څېړنو لاندې نيول کيږي.

ديادونې وړ ده چې جامعه قاسميه خپل ځانګړی علمي نصاب لري چې د همدې جامعې د تعليمي نصاب دکميټې له لورې تيار شوی  دی.

په ياده جامعه کې لومړی پنځه تمهيدي ټولګي دي چې په کې زده کونکو ته پکې د ديني علومو ترڅنګ  عصري مضامين لوستل کيږی .

د همدې جامعې د پنځو تمهيدي ټولګيو څخه فارغ شوی طالب العلم په عربي، پښتو او درې روانې خبرې او ليکل کولای شي. همدغه راز دپښتو کره ليکدود او ګرامر او د انګليسي او کمپيوټر ابتدايي زده کړه هم د همدې جامعې د نصاب برخه ده.

د جامعه قاسميه د زده کوونکو وړتيا او استعدادونه له دې امله هم ډيرښه دي چې استادان يې يوازې په تعليمي چارو بسنه نه کوي بلکې د هغوی هر راز علمي، فکري او د زده‌کوونکي د ټولنيز شخصيت جوړونې ته فکر هم لري چې ددې لپاره په اوونۍ کې يوه غونډه کوي، طالبان پکې په بيلابيلو موضوعاتو ليکنې او ويناوې وړاندې کوي چې د هغو دغه استعدادونه او وړتياوې د غونډې برخه والو هم په خپلو سترګو ولېدې چې له لومړي ټولګي څخه ترپنځم تمهيدي ټولګي پورې زده کوونکو له اټکله پورته په پښتو، عربي او دري ژبو ويناوې او مقالې وړاندې کړې.

جامعه قاسميه د هېواد د وتلي عالم او د اسلامي ژورنالېزم د بنسټګر مولوي رحيم الله زرمتي رحمه الله په لاس جوړه شوې. اوس د مدرسې مشري د ارواښاد د مشر زوی، مفتي حبيب‌الله قاسمي پر غاړه ده.

مفتي قاسمي د اسلامي نړۍ د ستر عالم شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني شاګرد او دارالعلوم کراچۍ څخه فارغ شوی، تر اوسه يې د افتا، اسلامي فقهې، اسلامي بانکدارۍ، اقتصاد، ښوونيز نصاب او ګڼو ټولنيزو موضوعاتو په اړه لسګونو کتابونه ليکلي او ژباړلي او راتلونکي لپاره يې هوډ کړی، چې د هېواد په کچه د اسلامي مدرسو لپاره داسې يو نصاب په مدرسو کې عملي کړي، چې د مدرسې شاګردان او فارغان د دين تر څنګ د ژوند په نورو او ورځنيو چارو کې برلاسي وي او د اسلامي علومو تر څنګ په عصري علومو کې هم مهارت ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دوی هغه غل ګڼی چه دسوداګروقافلی وهی اودبډایانوپرکلوداړی غورځوی – مګردهغو لاسونه اوپښی مچوی چه پچل او فریب دخیراتونواوصدقاتوقافلی خپل کاله ته راګرزوی اودمسکینانواومظلومانوحقونه غصبوی ،الله ج په قرآنکریم کی فرمایی:إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۙ أُولَٰئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم.۲(البقره ۱۷۴)معنی:یقیناًکم خلک چه پټوی هغه څه چه نازل کړی دی الله له کتاب نه اواخلی په بدله دهغی کی قیمت لږدغه خلک نخوری په خیټوخپلو کښی مګر اوراونه به کوی خبری دهغوسره الله په ورځ دقیامت اونه به پاک کړی… نور لوستل »

غوربندی

اڅکزی صاحب

تبصرې مو ښې خو بې ځایه او د حافظ غونډاري دي، حتمي نه ده چې غیرمرتبطې هوایي نیوکې وکړی،

د قران کریم له مبارکو ایاتونو څخه د وسلې کار مه اخله،، په تېره بیا د قران کریم د خادمانو او عالمانو په وړاندې.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x