نظــر

حکمتيار د قول او عمل په تناقض کې

نه پوهيږو چې د انجينر ګلبدين حکمتيار کومه خبره توجيه  کړو. د حافظ غونډاري ولي، په يوه مرکه کې يو څه وايي، په بله کې بيا له هغې منکر وي، کله وايي  رسنۍ زما  خبرې سم نه تعبيروي، کله وايي زما خبرې ډيرې فصيحې او بليغې دي، خلک پرې سم نه رسيږي،  ته به وايې چې ټول خلک ليوني او دى پال دى.

ګلبدين صيب په دې وروستيو کې د افغان اسلامي آژانس سره مرکه کړې، يو ځل  بيا په اوتو بوتو سر شوى، دى لکه د خپلې ماضي سره په جنګ وي او يو ځل بيا د ارګ يا د مرګ خوب ريښتيا کول غواړي. مرکه  يې  په ضد و نقيض خبرو پيل شوې، کابل ته يې پلاوى په دې خاطر ليږلى و، چې هلته زيات شمېر نوماندانو(!) ده سره اړيکې نيولې او ده اړينه وګڼله، چې حالات بايد له نېږدې وڅاري او له نوماندانو سره له  نېږدې خبرې وشي.  ګلبدين صيب له يوې خوا وايي چې کابل اداره بې کفايته ده هيڅ واک او اختيار نه لري، له بل لوري بيا له همدوى سره مذاکراتو ته د ده په موافقه پلاوي ليږل کيږي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ده نوم په مذاکراتو کې نه ياديږي، اوبه تر بوسو لاندې ويستي او په اخوا دېخوا خبرو يې ځواب ورکړى، حقيقت خو دادى چې روان جهاد طالب مجاهدينو د الله په نصرت سره روان کړى، روان جهاد کې د حزب سهم  په نشت  حساب دى، همدا لامل دى چې کابل روژيم بالعموم او نړيوال له طالبانو سره مذاکرات کوي او همدوى يادوي، هغوى پوهيږي، چې د حزب غړو سره مذاکرات کول او نه کول يو برابر دي، بلکې په دې کې يې ګټه ده چې د ګوتو په شمېر حزبيان د کرزي ادارې مقابل لوري ته ولاړ وي څو د مجاهدينو تر منځ ستونزو راولاړولو کې مهم رول ولوبوي.

حکمتيار صيب زياتوي چې له ډيرو مطرح(!)  لوريو  سره د دوى مذاکرات مخ پر وړاندې روان دي،  نه پوهيږو چې د ده په وينا مطرح (!) لوري څوک دي؟ که امريکايان وي ولې يې صراحتا نه وايي چې له امريکا او متحدينو سره يې مذاکرات کوو؟ که د کرزي ادارې سره يې کوي نو دغه اداره ځکه مطرح نه ده، چې خپله ښاغلي حکمتيار لسګونو ځله غلامه او بې واکه بللې، کومه چې د امريکا په اشارو چليږي، امريکا د دې حکومت سره د بادار او مريي  چلند کوي، پوښتنه دا ده چې د داسې يوې  ادارې سره د مذاکراتو مانا څه ده؟

حکمتيار د اسلامي حزب د ننګرهار د هغې جګړې چې په ترڅ کې يې  شاوخوا ۸۰ تنه کمونست عسکر په کې ژوندي ونيول شول او بيا اسلامي حزب  د څو ورځو د ساتلو وروسته هغوى د خپل عمل په سزا ورسول،  د شرعي پلوه حرام او بې عقله عمل ګڼي.  نه پوهيږو چې حکمتيار عارفانه تجاهل کوي يا په خپلو جنايتو پرده اچوي، که خبره د کمونستانو د وژنې شرعي اړخ شي،  د دوى وژل روا څه چې واجب و.  کمونستان په جګړه کې نيول شوي و په ميلمستيا کې نه،  په بدر غزا کې لسګونو کفار اسير شول، د دوى د محاکمې وخت راغي، رسول الله صلي الله عليه وسلم له صحابه و سره مشوره کوله، ابوبکر رضي الله عنه رايه دا وه  چې د دوى څخه بايد فديه واخيستل شي او د فديې په عوض کې دې خوشې شي، عمر رضي الله عنه ويل چې نه، دوى د کفر سرلاري دي، دوى دې ووژل شي، رسول الله صلي الله عليه وسلم د ابوبکر رضي الله عنه رايه واخيستله او بنديان يې په فديه او …. خوشې کړل.  

وروسته د الله  تعالى له لورې د قرآن کريم دا آيتونه نازل شول (ما كان لنبي أن يكون له أسرى حتى يثخن في الأرض تريدون عرض الدنيا والله يريد الآخرة والله عزيز حكيم@ لولا كتاب من الله سبق لمسكم فيما أخذتم عذاب عظيم. التوبه)،   قرآن کريم په دې موضوع کې د حضرت عمر رضي الله عنه د رايې په تاييد  نازل شو.  

په جګړو کې د کفارو د نيولو وروسته د هغوى ژوندي پريښودل په ډيرو ځانګړيو حالاتو کې کيږي، فقهاء وايي چې  مسلمان لورى بايد خپلو اسلامي او جهادي ګټو ته وګوري او هغو ته ژمن پاتې شي، نه دا چې د شخصي مصالحو په خاطر د جهاد ثمره له خاورو سره خاورې کړي. د جمهورو علماو رايه هم داده چې اسيران دې د بدر د غزا په څېر حالاتو کې ووژل شي، وروسته که مسلمانان قوي شول، بيا  که ښه ورسره کوي بې فديې دې پريږدي او که فديه ترې اخلي (فاما منا بعد واما فداء. الآية). زيات شمېر مفسرين هم په دې وينا دي چې امير بايد حالات وڅاري، که يې وژل اړين ګڼل ودې وژني، که يې په بند کې ساتل ښه و، بنديان دې وساتي او که په فديه يا همداسې خوشې کول غوره ثابتېدل نو پرې دې ښودل شي.  

زموږ په باور اسلامي حزب که هغه وخت کمونستان وژل، نو له يوې خوا ورسره په جګړه کې اخته و، له بلې خوا د کمونستانو سره دا بالمثل معامله وه او په هغسې حالاتو کې تر دې بله معامله د جهاد او مسلمانانو په زيان وه، زموږ د معلوماتو تر مخې هغه لسګونه کمونست پوځيان د اوږدو تحقيقاتو، فکر او په پاى کې د يوې عادلې محاکمې وروسته د علماو په فتوا وژل شوي دي. (وجزاء سيئة سيئة مثلها)

پاتې شوله د عقلي اړخه بدې پايلې، څومره ښې پايلې چې دې ډول سلوک ورکړي فکر نه کوو چې همداسې پريښودلو دې ورکړې وې.

ګلبدين ويلي  چې دوى نه يواځې دا چې د افغان ملت ګوند غړو ته پناه ورکړې وه، بلکې هغوى سره يې هر ډول مالي او معنوي مرستې کولې، سپېدې مجله او دې ته ورته نورې مجلې د دوى په مالي او معنوي مرستو روانې وې.  که حکمتيار صيب لږ هم له خوبه سم پاڅي او خپله ماضي راياده کړي،  چې ګوند يې افغان ملتيان څه، چې خپل همسنګري مجاهدين ژوندي نه پريښودل، هر هغه څوک يې ځپلى دى چې وس يې پرې بر شوى، او يا پکې ده د پرمختګ نښې ليدلي دي.

د افغان ملت ګوند په اړه د حزب اسلامي دريځ به د مجاهدينو په منځ کې د څو پېښو په يادونه ښه روښانه شي، مولوي نصرالله منصور د حزب اسلامي پلويانو چار آسيا کې ژوندى ونيولو، بيا يې څه وخت له ځانه سره وساته او له يو جهادي مشر سره يې هم  زيات غيرانساني سلوک وکړ،  دا چې مولوي منصور خورا زيات جهادي شهرت درلود، د مشرانو، سپين ږيرو او مخورو په هلو ځلو او ډيرو واسطو خوشې شو، حزبيانو د پريښودلو سره سم  ورته د موټر د سيټ لاندې  بم کيښود، مولوي نصرالله منصور چې  د  ضبطا خان په نوم يو بل تن هم ورسره و، په موټر کې سپاره کسان ټول يې په يو ځاى په بم والوځول.

يواځې مولوي منصور نه بلکې د مولوي منصور په څېر په زرګونو اخوانيان چې حزب به په ښکاره خپل همسنګري، او د کاروان ملګري بلل په شهادت رسولي، د اسحاق  په نوم يو  اخواني چې  د دادود د حکومت پر مهال  يې د پلچرخي او دهمزنګ زندانونو کې پرتو  مجاهدينو ته پيسې وړلې، ښه تکړه مجاهد و، د کره معلوماتو پر اساس اسحاق د قاضي امين د مور دعا ته ورغلى، او بيا په يوه ګوښه کې د قاضي امين سره ناست و، هره موضوع چې وه، دهغه سره پرې غږېدلى و، خو د همدې ورځې په سبا د حزب وسله والو اسحاق وتښتاوه، سپينې شګې ته ورساوه، او هلته يې په شهادت ورسولو، اسحاق يې په دې جرم وواژه چې د قاضي امين سره يې يو څو دقيقې پټ ليدل وکړل، خو  حزب او مشر يې له قاضي امين سره اختلافات درلودل. د مولوي نيک محمد په نوم يو مجاهد، چې له حزب څخه خفه و، او هغوى د ځان لپاره ګواښ باله، په ډېره بې رحمۍ په شهادت ورساوه.

ملا نسيم اخوندزاده په هلمند کې  د مولوي محمد نبي محمد يو ځواکمن  قوماندان و،  بلکې په هلمند کې له ده قوي قوماندان بل نه و، نوموړي  پاکستان ته راغلي و، په داسې حال کې چې ملا نسيم اخندزاده د مولوي محمد نبي کمپ ته پر لار و، د حزب وسله والو پرې ډزې وکړې، او په شهادت يې ورساوه، دا به خپله ښاغلي حکمتيار ته معلومه وي، چې په پاکستان کې د دې ستر جنايت له کبله په هلمند کې نورې څومره وينې تويې شوې، هغه دوښمنۍ چې کلونه وړاندې د ملا نسيم په مرګ حزب اسلامي پيل کړې وه، لا تر اوسه پورې دوام لري، او لا تر اوسه پورې پکې د لسګونو مسلمانانو د ژوند پاڼې رژېدلې دي.

د ميدان وردګو جګړې شاوخوا ۳۵ کلن تاريخ لري، د دې پيل هم حزب اسلامي کړى،  تورن امان الله او نورو وړو لويو قومندانانو جګړې او ظلمونه  د چا  له ياده نه دې وتي. په ميدان وردګو کې بل څوک نه؛ سپيڅلي مسلمان مجاهد ولس و.

حزب اسلامي دعوه لري چې په تګاب کې د حزب په جګړو کې ۳۵۰۰ کسان ووژل وشول،  حزب اسلامي د دې پر ځاى چې د ټوپک مخه اصلي دښمن ته واړوي په مجاهد او باتور ولس يې نښه نيولې وه، بيا  که مجاهدين  کمونستان د خپل عمل په سزا رسوي هغه حرام او غير شرعي کار ګڼي.؟!!!!!  داسې هم نه ده چې  حزب اسلامي په دې دليل دغه وژنې کړي چې ګوندې دوى بد خلک و، بلکې په دې خاطر چې نور ګوندونه کمزوري کړي او دوى واک تر لاسه کړي.

 شمال کې له جمعيت سره، کونړ کې له شيخ جميل الرحمن سره په هلمند کې ملا نسيم سره، په ميدان وردګو کې د قومندان موسي سره همدا راز په غزني او د هېواد په نورو سيمو کې ټولو مجاهدينو سره يو پنجه وهلې. ګلبدين دې يو ګوند په ګوته کړي چې دوى ورسره ائتلاف او بيا جګړه نه وي کړي؟ په افغانستان کې مو د اخوان المسلمين لارويان او مجاهدين وژل، پاچاګل کمونست، شهنواز تڼي (اوس هم ښه پوخ کمونست دي چې د لسګونو زره مسلمانانو په وينو يې لاسونه سره دي) او دې ته ورته نورو کمونستانو ته همدې حزب پناه ورکړه. دا کوم منطق دى کمونست ته چې مخامخ راسره جګړه کوي، په دين، مال او  ناموس مې تجاوز کوي او زه دې پناه ورکوم او مجاهدين چې په يو سنګر کې راسره جګړه کوي،  وژنم!!!!  پوښتنه کوو چې شهنواز تڼي ته حزب اسلامي پناه ورکړه نتايج يې ښه راووتل؟ او که په ننګرهار کې د کمونستانو د وژلو نتايج؟ ځواب روښانه دى، د تڼي په ساتلو د امريکا د اشغال د مرستې لپاره تاسې يو داسې شخص وساتلو، چې پخوا د روس خو اوس د امريکا په څنګ کې ولاړ دى.

ګلبدين صيب تاسو ولې د حزب اسلامي ټولې شورا يواځې پريښودئ؟  ځواب يې همدا دى، چې هغوى ستا په لسګونو جنايتونو چپ پاتې شول او په پاى کې دوه سپيږمو ته راغلل، په تنګ شول ته په سپين ميدان پاتې شوې او شورا دې ړنګه شوه.

د پاکستان د صدې په سيمه کې د حزب اسلامي د قوماندان عبد الله لخوا د استاد رباني د څو تنو مجاهدينو محاصره او نهه مجاهدينو شهادت به مو ياد وي، په همدې جګړه کې د حزب اسلامي قوماندان عبد الله هم خپل ژوند له لاسه ورکړ، دا داسې حالت و چې رباني افغانستان ته مجاهدين استول، خو حزب ويل چې دوى تر بل هر چا زيات شهرت لري، که په همدې لومړيو کې د نورو مخه ونه نيسي، نو په راتلونکې کې به د دوى په مخ کې ودريږي.

ستاسو دغه ډول کړنو همدا پايله راووتله چې عربانو بيا مجاهدينو ته پيغور ورکاوه چې تاسو خو څه موږ به خداي ونه بخښي،  ځکه تاسو ټول جنايتونه زموږ په پيسو وکړل.

له ډېرو خلکو سره دا پوښتنې نه دي ځواب شوي چې د  ګل پاچا الفت زوي  عزيز الرحمن الفت چا وواژه؟ عبدالرحمن پژواک د چا له امله د بده بدتر ژوند کاوه؟ همداسې نور، ډېر دغه پوښتنې حزب اسلامي ته متوجه دي.

استاد پسرلي او حبيب الله رفيع سره که تاسو مرستې(!) کولې نو تاسو ته به يې هم څه نا څه کول، ستاسو  په قاموس کې د سم مجاهد پريښودل جواز نه، څه پوښتنه د افغان ملتي ؟!!!!

ليکوال: محمد خالد وردګ

=====

د لیکوال نظر دی، د نن ټکی اسیا ادارې توافق ورسره ضرور نه دی. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x