نظــر

د ولسمشر تکراري شوې ویناوې

ذاکر جلالي
ډاکټر غني له څو میاشتني ځنډ وروسته، پرون داسې مهال په ارګ کې خبري ناستې ته وینا وکړه چې د اسټرالیا، سینګاپور او اندونېزیا له سفره راستون شوی و. ولسمشر غني خبرې پر وروستي سفر پيل کړې.

وروستی سفر یې د نورو هغو په څېر له “لاسته‌راوړنو ډک” یاد کړ. د خبرو په پای کې يې خبریالانو ته وویل چې “د سفر اړوند” پوښتنې مطرح کړي. لومړنی نوبت د طلوع‌نیوز شریف امیري نیولی و. پوښتنه یې په دې پیل کړه چې د ملي يووالي د حکومت له راتګ سره د قانون واکمني له ننګونې سره مخ ده، ولسمشر مداخله وکړه او د پوښتنې کولو مخه یې په دې پلمه ونیوله چې ګواکې پوښتنه د سفر اړوند نه ده؛ خو وروسته یې د سفر له محدودیت بهر داسې پوښتنې هم ځواب کړې چې د ده له طبعې سره جوړې وې. د الجزیره انګلیسي برخې خبریال د افغان سولې په اړه مسکو ناسته کې د افغان حکومت د ګډون په اړه پوښتنه وکړه؛ خو ډاکټر غني بې‌له دې چې دغه ناسته کې د ګډون او نه‌ګډون خبره وکړي، روسيې ته یې په اشاره وویل که څوک ګومان کوي چې د دښمن دښمن یې دوست کېدای شي، تېروتنه کوي. د ډاکټر غني هدف دا و، که روسیه ګومان کوي چې طالبان یې د دښمن (امریکا) دښمنان دي او ورسره دوستي/تفاهم کولی شي، نو په خطا ده. خو ډاکټر هېره کړې وه لکه څنګه چې پرون د امریکا ګټو ایجابوله، “بنسټپالي اسلامپالي” یې تمویل او تجهیز کړل چې خپل “دښمن” شوروي اتحاد پرې مات کړي، شاید نن روسي ستراتیژيستان هم پر ورته لوبې فکر وکړي.

زما برداشت له دې خبري ناستې دا دی، چې د ډاکټر ویناوې نورې سولېدلې او تکراري دي. د تېرو ټاکنو پرمهال ډاکټر غني د خپلې اکاډیمیکې مخېینې پرمټ په هره ناسته کې خپل سیال نوماندان په سخت حالت کې واقع کول؛ ځکه د نورو علمي کچه له ده سره برابره نه وه. ده به د خپلې اقتصادي پوهې پر مټ محاسبوي بحث کاوه او د دندو او استوګنځایونو ژمنې به يې کولې. څو ځلې ډاکټر عبدالله له ټلویزیوني مناظرو هم پښې سپکې کړې وې؛ خو نن ډاکټر غني ولسمشر دی، له ولسمشره دا توقع نه کېږي چې د څېړونکو په دود، د سولې او جګړې د روان وضعیت پر عواملو او پایلو بحث وکړي. د ولسمشر دنده د وضعیت تفسیر نه دی، د دې چارې لپاره بلا مطالعاتي مرکزونه او سیاسي څېړونکي او شنونکي شته. د ولسمشر دنده عمل دی، چې له دې بد حالته د وتو لپاره کومه لار لري، تېرو څه کم درېوو کلونو کې يې څه وکړل، له کومه ځایه یې یون پیل کړ چېرته ورسېد، د دې هر څه ځوابونه نه شته. ډاکټر غني بیا د بهرني سیاست پنځه حلقې لکه تکراري درس بیان کړې، خو موږ وینو چې په سیمه کې عملاً افغان حکومت له امریکا سره د “ستراتیژیک اتحاد” له امله منزوي دی. له جنورۍ راهیسې چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی، تر اوسه یې د افغانستان په اړه خپله تګلاره نه ده بیان کړې. پر دغه ستراتیژيک “متحد” هم اوس بې‌باوري زیاته شوې ده. داسې ښکاري چې افغان حکومت د بهرني سیاست په برخه کې د تېرو شپاړسو کلونو په پرتله په ترټولو سخت حالت کې واقع دی. یوازې بهرنۍ انزوا هم نه ده چې حکومت ورسره مخ دی، د حکومت دننه د واک پر سر سیالۍ بیا نظام له دننه شړولی دی. نو په ټوله کې د ډاکټر غني حکومت نه کورنی سیاسي ثبات لري او نه هم په نړیوال او سیمه‌ییز سیاست کې په ښه حالت کې واقع دی.

په داسې وضعیت کې د ولسمشر هغه ویناوې چې د تېرو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال یې کولې، نور خریدار نه لري. په پرونۍ وینا کې يې بل جالب ټکی دا و چې د “څلور کلن امنیتي پلان” پرمټ يې د سرتاسري امنیت ډاډ ورکاوه. په داسې حال کې چې په ارګ کې د ډاکټر غني څه باندې دوه کاله پاتې دي. له “څلور کلنې” تګلارې ښکاري چې هیله لري دویمه دوره هم په واک کې پاتې شي. د راتلونکو ټاکنو برخلیک هم ګونګ دی. نه کافي بودیجه شته او نه هم حکومت کې دننه د ټاکنو په اړه همغږي. که د ولسي جرګې موده د ولسمشر په فرمان تمدیدېدای شي، نو د ولسمشرۍ غځېدا هم شاید ورته اسانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x