د نن سرلیکنه

د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پړه د چا پرغاړه ده؟

د یکشنبې په ورځ په سهیلي ناآرام ولایت هلمند کې دیوه ځمکني ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له کبله شپږ ولسي وګړي مړه او دیارلس نور ژوبل شول  چې دوژل شویو اوژوبل شویو ډیری برخه ښځې او ماشومان ول .

همدا راز په دغې ورځ  دننګرهار ولایت په سرحدې ولسوالۍ اچین کې  د واده  د مراسمو په موټر باندې  د ماین چاودنې په پیښه کې یونفر مړ او ۶ تنه نور ژوبل شول .

دا لومړی ځل نه دی چې په لویو لارو کې د ماین چاودنې په پیښه کې ولسي کسان وژل کیږي .

تر دې له مخه هم په تیرو دولسو کلونوکې  د هیواد په بیلا بیلو برخوکې د داډول خونړیو پیښو په ترڅ کې په سلګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي .

 په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د ړندو بمباریو ، دولتي عملیاتو او په لویو لاروکې د ځای پرځای شویو ماینونو د چاودنوله کبله ټول متضررین ولسي خلګ دي چې د جګړې په کوم اړخ پوري هیڅ تړاو نه لري خوبیاهم د جګړې د اصلي لوریو تر تلفاتو د دوئ ځاني او مالي تلفات زیات دي .

د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو اصلي لامل د جګړې د دواړو لوریو د چارواکو بیغوري او عدم مسؤلیت پذیري ده چې د دغو خونړیو پیښو په اړه یې لري .

په تیرو ۱۲ کلونو کې هم دبهرنیانو او هم د کرزي د اداري د ځواکونو په عملیاتو او هم د مخالفینو د ځمکنیو ماینونو د چاودنو له کبله ډیر ولسي وګړي وژل  شوي ، خو تراوسه پوري  دهیڅ لوري لخوا هم  د دغو وژنو په اړه نه  څوک محاکمه شوي او نه  د دغه جنایت د ترسره کولو په جرم چاته  سزا ورکړل شوې.

د بیلګې په توګه د  ۲۰۱۲کال د مارچ په میاشت کې  د رابرت بیلز په نوم یوه امریکايي پوځي د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په دو کلوکې ۱۶ تنه  چې زیاتره یې ښځې او ماشومان و په ډیروحشت سره ووژل ، خپله  قاتل د محکمې په مخکې د هغوئ په وژلو اعتراف وکړ او د جنایت په اړه د قربانیانو د وارثینو لخوا ټول اسناد هم راټول او امریکایانوته وړاندې شول ،خو تراوسه پوري  د قاتل د مجازات او عدام په اړه کوم  اقدام نه دی شوی .

همدا راز په اروزګان ولایت کې د شجاعي په نوم د یوه دولت پلوي قومندان په اړه په لسګونو راټول شوي شواهد ثابتوي چې نوموړی د خاص روګان د ۱۱۰ تنو ولسي وګړو په وژنه کې لاس لري خو تراوسه پوري نه دولتي او نه هم دبشر دحقونو کمیسیون او نه هم کومې بلې مرجع د هغه په محاکمه کولو او مجازات کولوکې کوم اقدام کړی.

همدا راز په هغو سیموکې چې  دطالبانو تر کنټرول لاندې په لسګونو ځله د ولسي خلګو د سپرلي په موټرو د سرک دغاړې ځای پرځای شوي ماینونه منفجر شوي او ډیر کسان یې متضرر کړي ، سره له دې  چې د طالبانو لخوا د ملکي تلفاتو دمخنیوي په اړه ځانګړی کمیسیون  هم ایجاد شوی خو تراوسه پوري  د هغوئ لخواهم  د دغو چاودنو او د هغوپه ترڅ کې د وژل شویو افرادو د وژني په جرم څوک  نه دي مجازات شوي .

د ملګرو ملتونو اداره هرکال په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه یواځي خپل کلنی رپوټ خپروي ، خود یوه مسؤل سازمان په حیث یې د ملکي وګړو د معلومو وژونکو په اړه  په تیرو ۱۲ کلونوکې هیڅ قانوني اقدام نه دی کړی.

د اسلام  سپڅلي دین  د ولسي وګړو وژنه ناروا او د نړۍ وضعي قوانینو هغه په ټینګه منع کړی ، اوپه افغانستان کې روانه جګړه هم د همد غو دوو ډلو (مسلمانانو او د وضعي قوانینو پلویانو) ترمنځ ده ، باید نور دواړه لوري خپلو مذهبي او قانوني اصولو ته په درناوي سره  د ولسي وګړو  د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې خپل مسؤلیت درک او د هغه په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x