fbpx

دفلکي علومو لارښود (32) دتخریج الأوقات لپاره دماسپښین، ماذدیګر او استوا پېژندنه

مفتي احسان اللّه

دماسپښین دوخت پيژندنه:

دماسپښین لپاره شرعي وخت دلمر له زوال نه وروسته پیلیږي، دزوال دپېژندلو لپاره به پر یو همواره زمکه سېده لرګی یا بل عمود ودرو، تر څو چې دعمود سایه کمیږي، دا وخت قبل الزوال دی، او کله چې سایه پر ځای ودريدله، دا وخت عین زوال او لږ وروسته چې سایه بېرته په لویه دا پیل وکړي، دا دزوال نه وروسته او دماسپښین اول وقت دی.

فایده:

دفئ الزوال دمعلومولو لپاره تر ټولو اسانه طریقه دا ده، چې ددغه عمود سایه چې په اوږدوالي شروع وکړي، دا نقطه به نشاني کړو، له دغي نقطې بیا تر عمود پوري فئ الزوال یا سایه اصلي ده.

داستوا دپېژندلو طریقه:

یاد ساتئ!

چې زمکه، اسمان لمر ټول په فضا موجود ستوري دواما متحرک دي، نو داستوا لپاره داسي نقطه نشته چې لمر پر ځای ودرېږي، بلکې کله چې دلمر زاویه ارتفاع واخیري نقطې ته ورسیږي، بس دا نو استوا دی، يا په ځينې وختو کې چې لمر پر عین سمت الرأس برابر شي، دا داستوا وخت دی، یا هغه څوک چې دخط استوا نه دشمال لور ته میشت وي، دهغوی لپاره هغه وخت داستوا دی، چې دلمر سترګه عین جنوب ته برابره شي.

دزوال دمعلومولو لپاره تر ټولو اسانه طریقه دعمود دسايه ده، تر زوال مخته دعمود سایه دغرب خوا ته وي، کله چې دا سایه پر نقطة الشمال برابره شي، دا وخت داستوا دی، او څنګه چې دشرق لور ته سایه مایله شوه دا نو زوال دی.

داستوا او له هغه وروسته دماسپښین دوخت په پیل کې دپوهانو دنظر اختلاف دی، ځیني وايې: کله چې دلمر مرکز له خط زوال نه واوړي، بس ماسپښین شروع او مکروه وخت ختم دی، او دځینو په آند چې دلمر 32 دقیقې قطر نه یوه برخه هم پر خط زوال موجوده وي، داستوا وخت دی، او کله چې دلمر سترګه ټوله تر خط زوال تیره شي، دماسپښین وخت پيليږي، او بعض بیا وايې، تر خط زوال دلمر دمرکز له تېرېدلو 15 دقیقې وروسته دماسپښین وخت پیليږي.

دمازدیګر دوخت پېژندنه:

دنورو وختو په نسبت دمازیګر وخت هره ورځ بدلېږي را بدلېږي، دماذدیګر دوخت دتخریج لپاره تر ټولو اسانه لاره دا ده، چې دیو جسم یا عمود داصلي سایې نه ما سوا، دوه برابرو ته سایه ورسېږي، بس نو بالاتفاق دمازدیګر وخت داخل او دماسپښین هغه ختم دی، لکه څرنګه چې مو وړاندي یاده کړه، چې دغرمې نه مخکي دیو عمود سایه را کمیږي، تر دې پوري چې پر ځای ودرېږي، او لږ وروسته دشرق خوا ته په لویه دا پیل وکړي، هغه سایه چې نه کمیږي او نه زیاتیږي، هغه اصلي سایه ده، ددغې سايې نه علاوه چې مثلا: دیو عمود سایه اصلي چې 10 سانتۍ وي، نو کله چې و 30 سانتيو ته ورسېده بس نو دمازدیګر وخت داخل دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د