شعـــــرونه

بندي جانان ته!

م. عباسي خدرخېل

د وحشي تیارو له چنګه بندیوانه
خدای دې راوله ملنګه بندیوانه

له زندان څخه آزاد شې او باچا شې
یوسف مخیه! یوسف رنګه بندیوانه

د دین شمعې ته لوګی لوګی جانانه
په اسلام ستي پتنګه بندیوانه

لېونۍ میني دې یووړې تر زندانه
ځار دې شمه تور لونګه بندیوانه

تا به وګټي په توره ستا ملګري
ستړي نه دي لا له جنګه بندیوانه

دغه ټوله دنیاګۍ دې صدقه شي
ستا په مینه ستا له ننګه بندیوانه

‹‹عباسي›› دې زړه او سترګو کې ساتمه
هېرومه به دې څنګه بندیوانه؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x